امریکا د لوېدیځې اسیا په ناامنه کولو سره خپلې ګتې تعقیبوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i128520-امریکا_د_لوېدیځې_اسیا_په_ناامنه_کولو_سره_خپلې_ګتې_تعقیبوي
د ایران د سپاه پاسداران د هوا فضا د ځواکونو قومندان وویل: د امریکې ګتې د لوېدیځې اسیا او د ټولې نړۍ په ناامنه کولو کې نغښتې دي.
(last modified 2023-02-24T21:56:28+00:00 )
Feb 25, 2023 02:24 Asia/Kabul
  • امریکا د لوېدیځې اسیا په ناامنه کولو سره خپلې ګتې تعقیبوي

د ایران د سپاه پاسداران د هوا فضا د ځواکونو قومندان وویل: د امریکې ګتې د لوېدیځې اسیا او د ټولې نړۍ په ناامنه کولو کې نغښتې دي.

سردار امیرعلی حاجی زاده په ایران کې د پاسدار د ورځې په مراسمو کې په خپلو وېناو کې وویل: د ایران او عراق تر مینځ جنګ، په افغانستان باندې یرغل، په عراق باندې یرغل، په یمن باندې د عربستان یرغل، د داعش رامینځ ته کول او د صهیونیست رژیم له لورې نښتې، دا ټوله د امریکې د جنګ غواړې سیاستونو د امله دي ځکه چي امریکا خپلې ګتې د نړۍ په ناامنه کولو سره تعقیبوي.

هغه یادونه وکړه چي که ایران پیاوړی نه وي، نو د یادو ناامنیو لمنه به ایران ته هم راورسیږي.

د سپاه پاسداران د هوافضا د ځواکونو قومندان جوته کړه: یو وختې په سیمه کې د امریکایانو اډې هغوی ته قدرت وربخښلې وه خو اوس هرکله چي ایران اراده وکړي امریکایي اډې په نښه کولایشي.