ایران له پاکستان سره د ګمرکي تعاملاتو پرمخ بیولو ته تیار دی
په کویټه کښې د ایران سرکنسول د ګمرکاتو په برخه کښې د دوه اړخیزې ملګرتیا پراختیا او د ګډو سرحدي بازارچو فعالولو ته د تهران چمتووالی اعلان کړ.
په اقتصادي، سوداګري او تجارتي برخو کښې د ایران او پاکستان په دوه اړخیزو اړیکو کښې په دې وروستیو کلونو کښې ښه پرمختګ شوی دی.
د ایرنا د خبر له مخې، د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې د ایران سرکنسول حسن درویش وند د ګوادر د بندري ښار په کتنه کښې د دغه بندر د سوداګري خونې له غړو او حکومتي او پولیسي مسئولانو سره وکتل.
درویش وند په دغې کتنې کښې د ایران او پاکستان ګډو ځمکنیو او سمندري سرحدونو ته په اشارې سره، په بندري ښارونو کښې د دواړو هیوادونو د سوداګریزې ټولنې ترمینځ د تعاملاتو د پراختیا او د دوه اړخیز تجارت د پياوړتیا په موخه په سمندري برخه کښې له متقابلو توانمنیو څخه د ګټه پورته کونې په اهمیت باندې ټینګار وکړ.
هغه هم داشان د ګوادر د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مشر او غړو سره وکتل او دواړو لورو د سرحدونو په پراختیا، د ټرانسپورټ د مسائلو، د ګډو سرحدي بازارچو د فعالولو او د دواړو هیوادونو د تجارت د روانولو اړونده وروستي بدلونونه وجاجول.
د ګوادر ښار سوداګرو په دغې غونډې کښې په ریمدان سرحد کښې د ګمرکي ستونزو د هواریدو او د دواړو هیوادونو ترمینځ د باري ټرکونو په تګ راتګ کښې د اسانتیا غوښتنه وکړه.