د ایران او عربستان داړیکو عادي کیدا او د صهیونیسټ رژيم لالهاندي
د ایران د اسلامی جمهوریت او عربستان د اړیکو د غوڅيدا له اوو کلونو وروسته دواړو هیوادونو د چین په مینځګړیتوب پرون د مارچ په لسمه نیټه په بیجنګ کې د هغو اړیکو د احیاء موافقه لاسلیک کړه،چې ددغې اعلامیې په اساس به دواړه هیوادونه تر دوو میاشتو پورې سره سفارتونه پرانیزي.
د ایران او عربستان موافقې د سیمې او نړۍ په هیوادونو کې ډير مثبت انعکاس درلودلی دی او تقریبا درستو هیوادونو ددغې موافقې هرکلی کړی دی او حتی د ځينو هیوادونو خارجه وزیرانو په تماس کې ددغې موافقې په اړه مبارکي هم وئيلې ده، خو صهیونیسټي وحشي رژیم په لویدیځي آسیا سیمې کې یوازینی لوبغاړی دی چې نه یوازې ئې ددغې موافقې هرکلی نه دی کړی ،بلکې دا ئې د ځان لپاره یوه ښکاره ناکامي هم بللې ده.
د صهیونیسټ رژيم پخواني لومړي وزیر پائير لاپيډ د اړیکو دبیرته پیلیدا لپاره د ایران او عربستان ترمینځ د شوي موافقې په غبرګون کې ټينګار کړی، چې دغه موافقه د صهیونیسټي رژيم لپاره یوه بشبړ ماته ده . د صهیونیسټ رژيم یوه بل پخواني لومړي وزیر نفتالی بنټ هم دایران او عربستان د موافقې په غبرګون کې د بینیامین نتن یاهوپر کابینې په سختو نیوکو سره ووئيل،دغه موافقه د صهیونیسټي رژيم د حکومت لپاره یوه سپيره ماته ده او د داخلی اختلافاتو او کمزورتیاؤ په نتیجې کې شوې ده. هغه زیاته کړې ، د ایران او عربستان موافقه د اسرائيلو لپاره یو خطرناک بدلون او دایران لپاره یو ستره سیاسی کامیابي ده.
اسرائيل تل د اسلامی هیوادونو ترمینځ د اختلافاتو د رامینځةکولو په تیره بیا دایران داسلامی جمهوریت،سعودي عربستان او ترکیې په څير د اسلامی قدرتونو ترمینځ د اختلافات او ترینګلتیاؤ د رامینځةکولو لپاره لاس پښې خوځولي دي.اسرائيل له ځينو اسلامی هیوادونو سره د اړیکو دعادي کولو لپاره د اسلامی هیوادونو ترمینځ له اختلافاتو څخه ګټه پورته کوي. اوس دایران او عربستان ترمینځ د اړیکو احیاء د د اړیکو د عادي کولو پر بهیر او پر هغو ګټو چې اسرائيل ئې تعقیبويو،اغیزې شیندلی شي.
پردې سربیره،د ایران او عربستان ترمینځ موافقه دصهیونیسټ رژيم له ایرانه د ویرولو د پروسې د سیاست ماته ده . له یوه پلوه د دوواصلي اسلامی قدرتونو ترمینځ اړیکې احیاء کیږي او له بل پلوه د ایران د اسلامی جمهوریت په وړاندې د عربستان د سیاست بدلیدا له تهران سره د نورو عربو هیوادونوپر اړیکو هم اغیزې شیندي او له تهران سره به ددغو هیوادونو د اړیکو د پياوړتیا سبب شي.
یو بل مهم ټکی دا دی چې ایران او عربستان په دوو میاشتو کې د اړیکو د احیاء لپاره په داسې شر ائطو کې موافقه کړې ده ، چې اسرائيلو په تیرو دوو کلونو کې له ریاض سره د اړیکو د عادي کولولپاره ډيرې هلې ځلې کړي دي،خو خپلې دغې مهمې موخې ته ونه رسیدل.
بل مهم ټکی دا دی چې د ریاض او تهران د اړیکو احیاء سبب کیدلی شي چې د سیمې اسلامی هیوادونه د سیمې دامنیت په حوزې کې لاغوره رول ولوبوي .د اسلامی انقلاب معظم لارښود پخپلو ویناؤ کې له ګاونډیانو سره پر ډله ایز امنیت ټينګار کړی او فرمائیلی ئې دي ؛کلونه کیږي چې مونږ اعلان کړ ی دی تیار یوو ،دسیمې له هیوادون سره په یوه میز کیښنو او د یوه بل په مرستې سره فارس خلیج باثباته او امنه کړو،په دغې سیمې کې د تیریګرو لاسونه لنډ کړو او اجازت ورنکړو څوک د نورو په حقوقو تیری وړي: دغه بدلون به د سیمې په امنیت کې د تل ابیب درول دکمیدا په معنا وي.
وروستی ټکی دا چې ، اړیکود احیاء لپاره د ایران او عربستان موافقه،په نیواکي ټاټوبو کې د داخلی بحران له زیاتیدا سره په یووخت شوې ده. داپه داسې حال کې دي [ې د ایران اسلامی جمهوریت بریالی شوی،په وروستیو میاشتو کې پلان شوي بلواوې په سمه توګه کنټرول او پاي ته ورسوي. د تهران او ریاض د ایړکو احیاء دنیواکي ټاټوبو پر بدلونونو او همداراز د فلسطین او صهیونیسټي رژيم پر شخړې هم اغیزې شیندلی او د نیواکګرو ترمینځ تاؤتریخوالی زیاتولی او د اسرائيلو لپاره د داخلی امنیتی خطرې درلودلی شي.