ایران د افغانستان ترټولو ستر اقتصادي شریک دی
د طالبانو د موقته حکومت د سوداګرۍ او پانګوونې د خونې مرستیال، د ایران اسلامي جمهوریت د افغاستان ترټول ستر تجارتي شریک وباله.
د طالبانو د موقته حکومت د سوداګرۍ او پانګوونې د خونې مرستیال، د ایران اسلامي جمهوریت د افغاستان ترټول ستر تجارتي شریک وباله.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مرستیال خان جان الکوزي پرون دې ټکي ته په اشارې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان ترټولو ستر سوداګري شریک دی، زیاته کړه: له ایران سره د افغانستان تجارت په کال کښې ۲ میلیارډ ډالرو ته رسیږي خو دا رقم ۱۰ میلیارډ ډالرو ته هم رسیدې شي.
هغه څرګنده کړه چې له ایران سره ۱۰ میلیارډ ډالرو ته د سوداګرۍ د زیاتولو امکان شته دی او تهران هم د افغانستان په معدنونو او هم داشان د کرهڼې په برخه کښې پانګونې ته لیواله دی.