د ایران اوافغانستان مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i129746-د_ایران_اوافغانستان_مطبوعات
دغې ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د هفت سین یو ښایسته انځور چاپ کړی دی او بره یې په غټوټکیو لیکلی دي چی ایرانیان په هیلې سره د نوی کال هرکلی ته ورځي.
(last modified 2023-03-19T04:08:20+00:00 )
Mar 19, 2023 08:29 Asia/Kabul
  • د ایران اوافغانستان مطبوعات

دغې ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د هفت سین یو ښایسته انځور چاپ کړی دی او بره یې په غټوټکیو لیکلی دي چی ایرانیان په هیلې سره د نوی کال هرکلی ته ورځي.

اطلاعات

دغې ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د هفت سین یو ښایسته انځور چاپ کړی دی او بره یې په غټوټکیو لیکلی دي چی ایرانیان په هیلې سره د نوی کال هرکلی ته ورځی .

ورځپاڼې همداراز د همدغه خبر په څنګ کې د تهران د میټرو د پینځو نویو سټیشنونو د پرانستل کیدا او په دغودستورو کې د ایران د اسلتامی جمهرویت د ولسمشر سیدابراهیم رییسي دغو ویناو ته انعکاس ورکړی دی چی ویلی یې دی دښمن په ناهیلۍ او کمزورتیا د هیواد د قدرتونو په بدلولو پسې دې . د اسلامی ایران ولسمشر سیدابراهیم رییسي د تهران د میټرو د پینځو سټیشنونو په پرانستونکیو دستوروکې د تهران په ستر ښار کې د مسافرانو د تګ راتګ او ټرانسپورټ اسانتیا همیشنی او ډیره مهمه اندیښنه وبلله او د میټرو د پراختیا لپاره د ښاری مدیریت د ټولګې له هلوځلو او اقداماتو قدرونه وکړه . ښاغلی رییسي وویل نن دښمن په ټولنه کې د ناهیلۍ او بی وسۍ په القا کولو پسې دې خو زمونږ ملت مونږه کولې شو ، په کلتور باور لري .

ده همداراز وویل نن د هیواد فضا د کار او کوشش فضا ده او داسې فضا حتما د خلکو باور او رضایت رامینځته کوی او د هیواد لپاره قدرت تولیدوي .

د دو محصلینو له نیول کیدا وروسته د فرانسي په لسګونو پوهنتونونه معترضانو په لاس ونیول شول .

د یمن انصار ا... غورځنګ  له سعودی ایتلاف سره له کوم شرطه پرته د ټولو بندیانو د تبادلې لپاره چمتووالې اعلان کړ .

په تل ابیب کې د سیاسی کړکیچ په دوام کې ۷۵۰ افسرانو د استعفا ګواښ وکړ .

د اماراتو دولت مشر له ښاغلی شمخانی سره په کتنه کې وویل له تهران سره د ناوړه تفاهم لیری کولو ته چمتو دی .

شهباز شریف وایی پاکستان له خپل ایټمی پروګرام لاس نه اخلي . ورځپاڼه په دې اړه په یوه راپور کی لیکلی دي د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د پیسو د نړیوال صندوق د مرستې د ترلاسه کولو په وړاندی له خپل ایټمی پروګرام لاس نه اخلي .

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف له خپل ایټمی پروګرام د دغه هیواد د لاس اخیستلو په اړه په رسندویو کې اوازې ختمې کړې او ویې ویل دغه پروګرام د پاکستان د دفاعی قدرت لپاره دې . هغه په وروستیو کې یوه بیانیه خپره کړه او په دې چی د ایټمی اژانس د عمومی منشی وروستی سفر د اوازو د رامینځته کیدا سبب شوی دی ، خواشینۍ څرګنده کړه . دغه سفر ګومانونه رامینځته کړی وو .

په صیهونیسیټ رژیم کې د داخلی بحران په سختیدا کې بلوه کونکیو عسکرو د نتانیاهو کور محاصره کړی دی .

د امریکا ۱۸۶ بانکونه له نسکوریدا سره مخامخ شوی دي .

کیهان

کیهان ورځپاڼۍ هم په خپل لومړی مخ د نوروز په اړه د یوه انځور په چاپولو سره لیکلی دی سپرلې په سپرلي کې ، د قران سپرلی او د طبیعت سپرلې مو مبارک وي .

ورّځپاڼه بیا په خپل همدغه لومړی مخ د سنتکام د قوماندان دغه خبره راخیستی ده چی ویلی یې دي ، په تیرو ۴۰ کلونو کې د ایران  د پوځی توان پرمختګ بې سارې دې .

په تهران کې د میټرو د ۵ نویو سټیشنونوپه پرانستل کیدا سره له میټرو سره یولس کلومیټره نور هم ورزیات شول .

د فرانسې د یوشمیر پوهنتونونو له نیول کیدا وروسته معترضانو د ماکرون د استعفا غوښتنه وکړه .

د صهیونیسټي رژیم خلاف د مسلمانو ولسونو یووالی ضروري دی . د ایران د بین المجالس شورا منشي د اردن د پارلیمان د استازي په کتنه کښې ټینګار وکړ چې د صهیونیسټي رژيم خلاف د مسلمانو ولسونو یووالی او پيوستون ضروري دی . عباس ګلرُو د بسام حدادین په کتنه کښې، د قدس د نړیوالې ورځې په درشل کښې د صهیونیسټي رژيم د نیواکګرۍ خلاف د مسلمانو ولسونو پر پیوستون ټینګار وکړ.

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی رییسي ویلی دی د ایران د ملت باور مونږه کولی شو ، کلتور دې .

صیهونیستیب رسندویو ویلی دی د بیچو یا عنکبوت کور نظریه د پوره کیدا په حال کی ده .

ښاغلی حسن بهشتی پور ویلی دی ایران په هنرمندانه ډول په واکمنه شورا کې د پریکړه لیک د صادریدا مخه ونیوله .

د نړیوالو چارو کارپیژاندې علی بیګدلی وایی چین مینځنې ختیځ د امریکا د بازار ځای ناستې کوی .

جرمني ته د بنیامین نتن یاهوسفر نیمګړی پاتې شو. د فلسطین په نیواکي سیمو کې داخلی بحران لامل شوی څو صهیونیسټي لومړی وزیر نتن یاهو  جرمني ته خپل سفر نیمګړی پریږدي او تل ابیب ته بیرته وګرځي. د فلسطین د اطلاع رسونې ادارې  راپور ورکړیو صهیونیسټي خبری رسندویو په دې باب وئيلي دي،برلین ته د نتن یاهو سفرپه مجدو سیمې کې د وروستۍ چاودنې په سبب نیمګړی پاتې شوی او ډيری پروګرامونه ئې  هم نیمه کاره پاتې شوي دي. د نیواکي فلسطین مختلفې سیمې په وروستیو میاشتو کې د صهیونیسټي رژيم په چاڼځایونو،پوځي  او پيټروکیمیکل او بس تم  ځایونو کې د ډيری اور لګیدنې پيښې او ددغه رژيم په بیخ بینائي تاسیساتو باندې دسایبیری حملې شوي دي.همداراز په وروستیو څو اونیو کې د نیواکي فلسطین د تل ابیب،حیفا، نیواکي قدس،بئر السبع،ریشون لتسیون او هرتزلیا پشمول  په لسګونو ښارونو کې د نتن یاهو دزوړپالې کابینې د مظاهرو ډګردي.

 

کلید ورځپاڼه

 یادونه کوو چی مونږه دغه ورځپاڼۍ له اینټرنیټه راخلو او د محتوا مسولیت یې پر غاړه نه اخلو

لاهور قلندرز د پي ایس ال اتلولي وګټله . د راشد خان اړوند لاهور قلندرز لوبډلې د دویم ځل لپاره د پاکستان د سوداګریزو سیالیو اتل ولي وګټله . تېره شپه د ملتان سلطان او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ د یادو سیالیو پای لوبه ترسره شوه چې لاهور قلندرز لوبډلې د یوې منډې په توپیر وګټله.

په دې لوبه کې لومړۍ توپ وهنه لاهور قلندرز لوبډلې وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۰ منډې جوړې کړې.

د لاهور لپاره عبدا...شفیقو په ۴۰ توپونو ۵۹، خو شاهین افریدي بیا په ۱۵ توپونو ۴۴ منډې جوړې کړې.

ملتان لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه شو کړی او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۹ منډې جوړې کړې.

د لاهور قلندرز لپاره په توپ اچونه کې شاهین شاه د ۵۱ منډو په ورکول سره څلور او راشد خان د ۲۶منډو په ورکولو سره دوه لوبغاړي وسوځول.

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پر دوام دا ځل په هېواد کې د بنګو پر کښت هم بندیز ولګول شو. د طالبانو مشر ملااخندزاده په یو فرمان کې ویلي، تر دې وروسته په مطلق ډول د بنګو کښت بند دی او که څوک یې وکري، کښت به یې له منځه یوړل شي.

یاد فرمان چې د چارو ادارې له لوري خپور شوی، کورنیو چارو وزارت او نورو کشفي ادارو ته امر شوی چې د فرمان سرغړونکي محکمې ته ور وپېژني او دغه راز محکمو ته امر شوی چې له شرعي حکمونو سره سمه جزا ورکړي.

دا فرمان په داسې حال کې خپرېږي چې اوس مهال په هېواد کې د کوکنارو پر کښت هم بندیز لګېدلی دی.