د ایران اوعربستان ترمینځ موافقه په سیمې کې امنیت پیاوړی کوي
د الجزایر خارجه و زارت بیګا د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ، د عربستان او ایران ترمینځ لاسلیک شوي موافقه به په سیمې کې دامنیت د پیاوړتیا او دغه راز د فلسطین دآرمان له دفاع سره مرسته وکړي.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د الجزایر خارجه وزارت بیګانۍ اعلامیه په الجزایر کې ددغه هیواد د مرستیال خارجه وزیر عمار بلاني او د عربستان د سفیر عبدا... النصیری له کتنې وروسته خپره شوې ده.
عمار بلاني دعربستان له سفیر په دغې کتنې کې دخپل مینځیو ډيپلوماټيکو اړیکو د احیاء لپاره د ریاض او تهران د فیصلې تود هرکلی وکړ. هغه زیاته کړې ده ،دغه مثبت ګام په سیمې کې د امنیت او د ثبات د لوړتیا او د اسلامی امت د حیاتي ګټو په دفاع او هغو چیلنجونو ته د ډله ایز او اغیزشیندونکي ځواب کې د اسلامی او عربی هیوادونو د توانمنیو د زیاتیدا کیږي ،چې تر ټولو مهم ئې د فلسطین د ولس آرمان دی.
د جین په بیجینګ کې دایران او عربستان داړیکو د بیرته پیلیدا لپاره د موافقې اعلان د سیمې او نړۍ د ډيرو هیوادونو له خوا له پراخ هرکلي او ملاتړ سره مخ شوی دی او یوازې صهیونیسټي رژيم او امریکا دي چې په دغې موافقې لالهانده شوي او دصهیونیسټي رژيم د راتلونکي برخلیک په باب سربداله شوي دي.