Mar 22, 2023 04:56 Asia/Kabul
  • د ایران او د عربستان موافقه د سیمې د ثبات سبب ګرځي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره په ټيلي فوني خبرو کښې د عربستان او د ایران د موافقې په یادونې سره د سیمې د هیوادونو ترمینځ د اړیکو پراخول د سیمې د ثبات او د پراختیا لپاره رغنده عامل وباله.

د ایران له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره د پاکستان د باندنیو چارو د وزیر بلاول بوټو زرداري په ټيلي فوني تماس کښې د وروستیو دوه اړخیزه بدلونونو او د سیمې د ځینو موضوعګانو په هکله سلامشوره او د نظر تبادله وشوه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دغو ټیلي فوني خبرو کښې د پاکستان لوړرتبه چارواکو ته د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د تود سلام په وړاندې کولو او د نوروز اختر په مبارکۍ ویلو سره وویل نوروز د پاکستان  او د ایران په تمدني او کلتوري  حوزه کښې ګډ اختر دی او د دواړو هیوادونو د کلتوري او د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مناسب ظرفیت دی.

د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري هم په دغو ټيلي فوني خبرو کښې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ، حکومت او د خلکو ته د نورو اختر مبارکي ورکړه او هیله یې وکړه چې ګډې سرحدي پروژې زر افتتاح شي چې دواړه هیوادونه ترې ګټه پورته کړي.

 

ټیګونه