امام خمیني په یوه حکیمانه نوښت سره د قدس موضوع نړیواله کړه
په داسې شرائطو کې چې صهیونیسټي رژيم د داخلی مشکلاتو په سبب له بل هروخته زیات لړزانه اولالهانده دی،حضرت امام خمیني یو حکیمانه نوښت پنځولی او عملا ئې د فلسطین مسئله په یوې مهمې نړیوالې موضوع بدله کړې ده .
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت و یندوي ناصر کنعاني د نړۍ د مسلمانانو سره په یوځاي دقدس په نړیواله ورځ په لاریون کې د ایران د ولس ولولناک شتون ته په اشارې سره ووئيلو حضرت امام خمیني په حکیمانه نوښت سره دفلسطین مسئله په یوې نړیوالې موضوع بدله کړه.
ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ، ناصر کنعاني پخپل خبری کنفرانس کې دقدس په نړیوال میلیوني لاریون کې د ایران د مسلمان ولس ولولناک او پرتمین شتون ته په اشا رې سریه ووئيل، په داسې شرائطو کې چې صهیونیسټي رژيم د داخلی مشکلاتو په سبب له بل هروخته زیات لړزانه اولالهانده دی،حضرت امام خمیني یو حکیمانه نوښت پنځولی او عملا ئې د فلسطین مسئله په یوې مهمې نړیوالې موضوع بدله کړې ده .
کنعاني همداراز ددې خبرې په کولو سره چې جامعه نړیواله ایټمي موافقه دایران دبهرني سیاست یوه موضوع ده ووئيل، د ایران حکومت به اقتصاد او معیشت ته له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې سره غوټه ورنکړي ، د نړیوالې ایټمي موافقې موضوع د حکومت په ایجنډا کې شته او ایران د خبرواترو په میز په مسئولانه اندازه سره حاضرشوی دی.
د ایران د خارجه وزارت ویندوي په دې خبرې په ټينګار سره چې تهران په سیمې او نړیوال ډګر کې یو اغیزشیندونکی غړی هیواد دی ،روښانه کړه، دایران اسلامی جمهوریت به خپلې سیاسی اړیکې کومې خاصې سیمې ته محدودې نه کړي او خپل مناسبات به د متقابل احترام په اساس له ټولو هیوادونو سره ولري. هغه همداراز ددې خبرې په کولو سره چې د ایټمي انرژۍ له نړیوال آژانس سره د تخنیکي خبرواترو لاره دوام لري ،هیله وښودله ، آژانس دې هم له سیاسی اغیزو لیرې ووسي.