په غزې باندې د صهیونیست د رژیم د بریدونو پراخې غندنې
د اهل بیت (ع) نړیوالې ټولنې او د اسلامي هیښتیا د نړیوالې په شمول یو شمېر اسلامي موسساتو په غزې باندې د صهیونیست رژیم د وروستیو بریدونو غندنه کړې ده.
صهیونیستي رژیم ځواکونو په غزې باندې په عملیات کې د خپلو ترهګریزو اقداماتو په دوام کې وړم ورځ د حماس د غورځنګ د څلورو جګپورو قومندانانو او یوشمېر ښځو او ماشومانو په شمول ۲۳ فلسطینیان شهیدان کړي او یو شمېر ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د فلسطین مقاومتي ډلو هم په ځوابي بریدونو کې له تېرې ورځې راهیسې ۱۵۰ نه زیاتې توغندی په نیواکي ټاټوبو باندې توغولي دي چي د امله یې ۱۶ صهیونیسټان زخمیان شوي دي.
په تهران کې د اهل بیت ع د نړیوالې ټولنې د مشر مرستیال ایت ا... قربانعلی دری نجف آبادی د یوې اعلامیې په خپرولو سره، اعلان وکړ، د صهیونیست رژیم جنایاتکارانو یو ځلې بیا په غزې باندې په برید سره، یوه بله زړه دردوونکی جنایت تر سره کړ او یو شمېر جهادی قومندانان یې د خپلو کورنیو له غړو سره په شهادت ورسول.
هغه د دې په بیانولو چي شهادت د سرلوړی او د فلسطین د مظلوم ولس د ویاړ چینه ده وویل: فلسطیني ولس دې په خپل مسیر کې د وحدت په ساتلو سره پاته شي او اسلامي هیوادونه او نړیوالې حقوقي ادارې دې د فلسطین د بې دفاع ولس ملاتړ وکړي.
د اسلامي هیښتیا د نړیوالې ټولنې سرمنشي علی اکبر ولایتي هم د صهیونیستي رژیم د جنایاتو په غندلو سره، په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چي صهیونیستي سرغنه و د کورنیو کړکېچونو څخه د تېښتې لپاره چي د دې رژیم ټوله سیاسي، امنیتي، ټولنیز او اقتصادي اړخونه ښکېل کړي دي، د فلسطینیانو وژلې ته مخه کړې ده.
همدارنګه د اسلامي انقلاب د خبرګانو د شورا د سرمشریزې کمیټې غړی ایت ا... محسن اراکي هم د غزې په تړانګه کې له فلسطیني ولس سره، د خواخوږی په څرګندولو سره، وویل: د ظالمانو تر نابودی پورې د صهیونیستانو جهاد او مقاومت به دوام وموندي. مقاومت داسي یوه جبهه ده چي پکښې وېره لاره نه لري او په اټم بم او وسلو باندې سمبال دښمنان هم ورباندې اثر نه شي کولای.