د مسکو له څلور اړخیزې غونډې څخه د امیر عبداللیهان مثبته جاجونه
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د مسکو د څلور اړخیزې ناستې په هکله وویل: په دغه غونډه کې، د ترکیې او سوریې تر مینځ د تفاهم په لړ کې ښه ګامونه اوچت شوي دي.
تېره ورځ په مسکو کې د ایران، روسیې، سوریې او ترکیې په ګډون درې اړخزه غونډه شوه چي په کښې د سوریې او ترکیې تر مینځ د اړیکو د رغېدو او تفاهم په هکله سلامشورې وشوې.
ترکیه په سوریې کې د یو نیم وسله والو څخه ملاتړ کوي چي د سوریې د نظام په ضد جنګیږي، او په سوریې کې په غیرقانوني توګه فوځي حضور لري چي دا مساله د سوریې او ترکیې تر مینځ د لانجو لامل شوی دی.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د دغې غونډې په مثبت بللو سره، وویل: د څلور اړخیزې غونډې په ترڅ کې مي د روسیې، سوریې او ترکیې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره مې د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصاد او نورو بېلابېلو مسایلو باندې جلا جلا غونډې وکړې.
همدارنګه د تیرې ورځې د غونډې له ختمېدو وروسته، د روسیې، سوریې، ترکیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د سوریې ځمکني بشپرتیا ته د درناوی او د دې هیواد په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې په ضرورت ټینګار وکړ.