د ایران او عربستان اقتصادي اړیکې د سیمې په ګټه ده
May 13, 2023 02:16 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د اقتصادي چارو وزیر د سعودي او ایران تر مینځ د اقتصادي اړیکو پراختیا د سیمې د ټولو هیوادونو په ګټه وباله.
د ایران د اقتصادي چارو وزیر سید احسان خاندوزی چي د اسلامي پراختیایي بانک په غونډه کې د ګډون لپاره جدې ته تللی وو، د دې غونډې په ترڅ کې اعلان وکړ: د ایران سیاست د سیمې له هیوادونو سره په دوستانه اړیکو ټینګار کوي.
هغه زیاته کړه: هغه هوکړه چي د دوست هیوادونو په مینځګړیتوب سره، د ایران او سعودي تر مینځ لاسلیک شوې، د دواړو هیوادونو لپاره د پانګونې او سوداګرۍ نوې فرصتونه پیدا کړي دي.
خاندوزی وویل: په دې باور یو چي د عربستان او ایران د اقتصادي اړیکو پراختیا دواړو لورو او د سیمې هیوادونه ورڅخه ګټه کوي.
ټیګونه