سردار حاجي زاده: ډیر زر به د هایپر سونیک توغندیو مخ کتنه وشي
د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د هوافضا ځواک قومندان ټینګار وکړ: ډیر زر به د ایران د هایپر سونیک بالیسټک توغندي مخکتنه وشي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله ایزو صنایع پرمختګونه په تیره بیا د بالسټک توغندیو په جوړولو کښې یې ترقي په دې وروستیو کلونو کښې د پام وړ پاتې شوې ده.
د خرمشهر د آزادۍ د کلیزې یعنې د غبرګولي د دریمې نیټې په مناسبت د «خیبر« په نامه له خرمشهر۴ توغندي څخه د دفاع وزارت د هوافضا صنایعو د سازمان د تازه توغندوي محصول په توګه مخکتنه وشوه.
خیبر توغندی چې د خرمشهر توغندیو وروستۍ نسخه ده، د مایع سونګو لرونکی توغندی دی چې ۲۰۰۰ کیلومیټره واټن وهي او ۱۵۰۰ کیلوګرامه خولۍ لري چې له سټراټیجکو ځانګړتیاؤ پر برخورتیا سربیره، تاکتیکي ځانګړنې هم لري.
د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د هوافضا ځواک قومندان "سردار امیرعلی حاجی زاده " پرون د علم و صنعت پوهنتون د محصلینو په ټول کښې وویل: د هایپر سونیک توغندي آزموینې ترسره شوې دي او ډیر زر به یې مخ کتنه وشي.