د ایران دښمنان له ماتې سره مخ دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i135106-د_ایران_دښمنان_له_ماتې_سره_مخ_دي
په تهران کې د لوی اختر د لمانځه خطیب، د ایران د دښمنانو او مخالفینو برخلیک له ماتې سره مخ وباله.
(last modified 2023-06-29T06:26:41+00:00 )
Jun 29, 2023 10:53 Asia/Kabul
  • د ایران دښمنان له ماتې سره مخ دي

په تهران کې د لوی اختر د لمانځه خطیب، د ایران د دښمنانو او مخالفینو برخلیک له ماتې سره مخ وباله.

نن (پنجشنبه) د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذيالحجې لسمه نېټه د ۲۰۲۳ م کال د جون له ۲۹ سره برابره ده چې د مسلمانانو د "قربانۍ  یا لوی اختر" دی.

د فارس خبري آژانس د راپور له مخې، په تهران کې د لوی اختر د لمانځه خطیب آیت الله "سید احمد خاتمي" امریکا او اروپا ته په خطاب کې چې د نظام د مخالفانو ملاتړ کوي، وویل: د ټولو هغو مخالفانو برخلیک تاسو ترې ملاتړ کوئ له ماتې سره مخ دی."

آیت الله خاتمي همدارنګه په ایران کې د تېر (۱۴۰۱) کال د ناکرایو د دوام لپاره د ایران د دښمنانو هلوځلو ته په اشارې سره  څرګنده کړه: ځینو منافقانو تېر کال ناکرارۍ رامنځته کړې، چې یو ځل بیا ناکام شول او د د دې لامل شو چې د امریکا او اروپا له سیاستونو څخه حذف شي.

په تهران کې د لوې اختر د لمانځه خطیب، په وروستیو ورځو کې د منافقینو له ترهګرې ډلې سره د البانیا د پولیسو چلند د دغې ډلې د دوه ګوني ذلت اوج په توګه وباله او وویل: هغه منافقین چې د دوی په قضیه کې د ۱۷ زره بې ګناه کسانو وژل شامل دي،  خامخا به ماتېږي او د خپلو اعمالو په سزا به ورسول شي.

د منافقینو ترهګریزه ډله، د پارلمان د غړو، لوړ پوړو دولتي او پوځي چارواکو، بې ګناه عامو وګړو او بهرنیو اتباعو په ګډون، د څه باندې اوولس زره ایرانیانو د وژنې مسئوله ده.