د نړۍ عدالت غواړي ملتونه له اسلامه ویرونې پرضدراپاڅیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i135398-د_نړۍ_عدالت_غواړي_ملتونه_له_اسلامه_ویرونې_پرضدراپاڅیږي
د ایرنا له راپور سره سم په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت  له عدالت غواړو ملتونو وغوښتل چی له اسلامه ویرونې او د بیان ازادۍ له مسلې د ناوړه استفادې پرضد راپاڅیږي .
(last modified 2023-07-07T04:07:35+00:00 )
Jul 07, 2023 08:16 Asia/Kabul
  • د نړۍ عدالت غواړي ملتونه له اسلامه ویرونې پرضدراپاڅیږي

د ایرنا له راپور سره سم په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت  له عدالت غواړو ملتونو وغوښتل چی له اسلامه ویرونې او د بیان ازادۍ له مسلې د ناوړه استفادې پرضد راپاڅیږي .

د ایرنا له راپور سره سم په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت  له عدالت غواړو ملتونو وغوښتل چی له اسلامه ویرونې او د بیان ازادۍ له مسلې د ناوړه استفادې پرضد راپاڅیږي .

په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت  د یوې بیانیې په صادرولو سره د قران د تکریم ورځې په توګه د جمعې ورځې د معرفی کولو لپاره د دغه هیواد د حکومت فیصله ستایونکی او د نړۍ د مسلمانانو اسمانی کتاب ته د بی حرمتۍ په غندلو کې اړونده او شایسته اقدام وباله .

په دغه بیانیه کې راغلی د نړۍ د سترې دینی ټولنې سپیڅلی کتاب قران کریم ته سپکاوې او یا د الهی دینونو مقدساتو ته بی احترامۍ  د بیان د ازادۍ له موضوع د ناوړه استفادې دودولو اود عمومي افکارو د لمسولو په هدف یو خواشینونکی ، جاهلانه او غرضي اقدام دی .

د جون په ۲۸نیټه د سلوان مومیکا په نامې یوه عراقي توکمه سویډي ښاریز په سټاک هوم کې د قربانۍ دلوي اختر  دچټیانو په لومړنۍ ورځ ددغه ښار  دیوه مرکزی جومات په وړاندې  د قرآن پاک یوه نسخه وشلوله او بیا ئې ورته  اور  واچوؤ.