د صهیونیستي نیواکګر او جنایتکار رژيم زوال نزدې دی
(last modified Wed, 26 Jul 2023 01:00:00 GMT )
Jul 26, 2023 05:30 Asia/Kabul
  •  د صهیونیستي نیواکګر او جنایتکار رژيم زوال نزدې دی

د ایران د خارجه وزارت و یندوي بیګا د فلسطین دنابلس شهیدانوکورنیو ته دتسلیّت په وئيلو سره روښانه کړې ده،د جعلی،خبیث او نیواکګروحشي صهیونیسټي رژيم زوال ډير نزدې دی .

په نابلس کې په همداووروستیو کې جنایتکارو صهیونیسټي پوځيانو بیا درې فلسطینیان شهیدان کړي او دهغوي جنازې ئې هم نامعلوم ځاي ته منتقلې کړي دي.دغه نښتې د فلسطینیو مبارزانو او د وحشي صهیونیسټپي پوځیانو ترمینځ په نابلس کې له جرزیم غرۀ سره نزدې شوي  دي.

فارس خبری آژانس راپور ورکړ، د ایران د خارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني د فلسطین دمقاومتي چورلیز مبارزاون ودرستو فلسطینیانو ته په خطاب کې زیاته کړه،د تاسو دشهیدانو پاکه وینه به ضائع نشي او د جعلی ،نیواکګرو او ترهه ګرو اسرائيلو زوال نزدې دی.

داپه د اسې حال کې دي  چې د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ  عمومی منشي سید حسن نصر ا...هم  وړمه ورځ په صهیونیسټي رژيم کې  د قضائي بدلونونو له تصویبیدا سره په یووخت   پخپلې وینا کې  دغه ورځ  ددغه وحشي  او جنایتکار رژيم  تر ټولو بده ورځ بللې او وئیلي ئې دي ،دغه پيښې به د صهیونیسټانو دنابودۍ سبب شي.

د صهیونیسټ رژيم افراطي کابینې د دوشنبې په ورځې په کنسټ (پارلیمان) کې  د خپلو نمایندګانو په ملاتړ سره د قضائي بدلونونو  دمسودې په چوکاټ کې یوه قانوني مسوده تصویب کړې ده چې په نیواکي ټاټوبو کې  سخت غبرګونونه راپارولي او وئيل کیږي چې په دوشنبې مازدیګر کابو نیم میلیون خلکو د اسرائيلو  پارلیمان ترڅو ساعتونو پورې کلابند کړی  ؤ.  

 

ټیګونه