د وزن پورته کولو ملي لوبډلې د اتلولۍ له امله د ایران د ولسمشر د مبارکۍ پیغام
د ایران د جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په یوه پیغام کې د اسیا په سیالیو کې د ایران د ځوانانو د وزن پورته کولو د ملی ټیم د بریا له امله مبارکي ویلې.
د ایران د جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په یوه پیغام کې د اسیا په سیالیو کې د ایران د ځوانانو د وزن پورته کولو د ملی ټیم د بریا له امله مبارکي ویلې.
د ایرنا د خبر له مخې د سید ابراهیم رئیسي په پیغام کې راغلي دي: په هندوستان کې د اسیا د وزن پورته کولو په سیالیو کې د ایران د ځوانانو د وزن پورته کولو د ملي ټیم اتلولۍ یو ځل بیا د اسلامي هېواد د هغو کسانو وړتیا څرګنده کړه چې د نړۍ په مختلفو ډګرونو کې څو ځلې ویاړونه ترلاسه کړي دي او د ټولو هېوادوالو د ویاړ سرچینې ګرځیدلي.
رئيسي د سپورت په ډګر کې وروستي برياليتوبونه د دغه هېواد د ځوانانو د پرلپسې هڅو پایله وبلله.
د ایران د ځوانانو د وزن پورته کولو ملي ټیم د 741 نمرو په ترلاسه کولو سره 9 سرو زرو، 12 د سپینو زرو او 2 د برونزو مډالونو په ګټلو سره د اسیایي سیالیو اتلولي وګټله.
د اسیا د ځوانانو د وزن پورته کولو سیالۍ د اګست له ۶ تر ۱۲ د هند په نوي ډیلي کې ترسره شوې.