دښمن د ملي یووالي د خرابولو او د هېواد د امنیت د کمزوري کولو په لټه کې دی
(last modified Fri, 15 Sep 2023 10:31:48 GMT )
Sep 15, 2023 15:01 Asia/Kabul
  • دښمن د ملي یووالي د خرابولو او د هېواد د امنیت د کمزوري کولو په لټه کې دی

په تهران کې د جمعې د لمانځه خطیب آیت الله سید احمد خاتمي د سیستان او بلوچستان او سویلي خراسان له خلکو سره په کتنه کې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر څرګندونو ته په اشارې سره وویل: د انقلاب د معظم رهبر د څرګندونو یو مهم ټکی او شاخص، د دښمن له خوا د ملي وحدت د له منځه وړلو او د هېواد د امنیت د کمزوري کولو لپاره د دوی پر هڅې ټینګار دی.

زموږ د خبریال د خبر له مخې، په تهران کې د جمعې د لمانځه خطیب زیاته کړه: د هغوی پر وړاندې ټینګ ولاړ یو او د هغوی دسیسې شنډوو.

په تهران کې د جمعې د لمانځه خطیب هم د اربعین د لاریون له تنظیموونکو څخه مننه وکړه او دغه لاریون یې د ایران او عراق د ولسونو د پیوستون سمبول او د برابرۍ او همپالنې تمرین وباله او وویل: دغه لاریون بې ساری وو او په دغه لاریون کې څه دپاسه ٢٢ ميليونه کسانو حضور درلود، چې له دې جملې څخه څه دپاسه څلور ميليونه ايرانيانو د حسيني (ع) په دغې سترې حماسې کې ګډون کړى وو.

ټیګونه