د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د توغندوي بایکاټونو پاې ته رسیدل:-
د روان میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اتلسمه نیټه د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک پراساس د ایران پرضد توغندوي بایکاټونه پاې ته ورسیدل.
د دوه زره پینځلسم میلادي کال په جون میاشت کښې د اټومي تړون له لاسلیک کیدا وروسته وټاکل شوه چې د ایران پرضد وسله وال بندیزونه له پینځو کلونو وروسته یعني د دوه زره شلم میلادي کال په اکتوبر میاشت کښې او توغندوي بایکاټونه هم له اتو کلونو وروسته یعني د دوه زره درویشتم میلادي کال په اکتوبر میاشت کښې پاې ته ورسیږي.
اساسا د ایران توغندي سلاکوټ دفاعي ماهیت لري او هغه د ایران د دفاعي ډاکټرین په لړ کښې رامینځته شوی دی او د ایران توغندوي ازموینې هم د بلاسټیک توغندیو د قدرت د زیاتولو لپاره ترسره کیږي.
د ایران اسلامي جمهوریت په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د تهران دفاعي ډاکټرین په دفاع ولاړ دی د ځان د دفاع لپاره د توغندوي پروګرام د پراخولو لپاره په خپل حق ټینګار کړی دی.
ایران د خپل توغندوي پروګرام د پراخولو او د توغندیو د وړتیاو د زیاتولو په زمینه کښې په خپلو داخلي متخصصانو او بالقواو تکیه کړي ده او د تهران پرضد د امریکا او د هغې د لویدیځو شرکاو اقدامات چې د ایران د توغندیو د پرمختګ په زمینه کښې د خنډ د رامینځته کولو په ادعا یا په دې زمینه کښې ضروري موادو او پرزو ته د لاسرسي په مخنیوي سره ترسره شوي دي هیڅکله نه دي توانیدلي د ایران د توغندیو په پرمختګ کښې کوم خنډ رامینځته کړي.
ایران همدا اوس د نړۍ په سویه یو ستر توغندوي قدرت ګڼل کیږي.
د لویدیځې اسیا د چارو کارپيژاند «ولادیمیر سازین »وايي: ایران د خپل توغندوي پروګرام په پیاوړي کولو سره د امریکا بایکاټونو ته ځواب ورکړ او د بایکاټونو له لارې د ایران د توغندوي پروګرام د بندولو لپاره د امریکا هڅې چټي دي.
امریکا له خپلو اروپايي ملګرو سره یوځاې چې تل د ځانونو لپاره د پرمختللیو ټیکنالوژیو د انحصار هڅه کوي د ایران د توغندیو د پرمختګونو په لاره کښې د خنډونو د رامینځته کولو هڅه کوي.
اروپايي اتحادیې او دریو اروپايي هیوادونو جرمني ، فرانسې او بریتانیا چې د څلور جمع یوې ډلې غړي ګڼل کیږي او دغه راز امریکا هم تل د ایران په توغندوي او وسله والو وسونو باندې منفي اغیز شیندلی دی او هڅه یې کړي ده چې په دغو ډګرونو کښې د ایران اقدامات غیرقانوني وښيي.
د امریکا یوه اصلي غوښتنه چې اروپایان هم په دې زمینه کښې د واشنګټن ملګري شوي دي د ایران د توغندوي پروګرام بندول وو او دي.
د اټومي تړون د ساتلو د ملاتړ په زمینه کښې د اروپا له ادعا سره سره اروپايي هیوادونو د ایران د توغندوي وسونو په هکله چې دفاعي ماهیت لري له امریکا سره غږمله دریځ غوره کړی دی.
په دې لړ کښې د اروپا شورا د روان میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اولسمه نیټه وویل چې د اروپايي اتحادیې غړي هیوادونه د توغندیو او د وسلو په زمینه کښې د ایران پرضد د ملګروملتونو پخواني بایکاټونه چې د اکتوبر د میاشتې په اتلسمه نیټه پاې ته ورسیدل هماغه راز په خپل ځاې ساتي.
د اروپا د شورا په وینا د ایران پرضد دغه بندیزونه کوم نوي بندیزونه نه دي او د اروپايي اتحادیې د هغو بایکاټونو حالت چې په اټومي تړون کښې د لیکل شویو موادو پراساس لغوه شوي وو نه ختموي.
انګلستان ، فرانسې او جرمني مخکې ادعا کړي وه د هغه څه په دلیل چې په اټومي تړون کښې خپلو ژمنو ته د ایران د نه پاې بندۍ دوام یې باله د تهران پرضد د ملګروملتونو بندیزونه ساتي.
دغو بایکاټونو ایران د اټومي خولیو د وړونکو بلاسټیک توغندیو له جوړولو او دغه راز له ایران څخه د توغندیو او د بې پایلوټه الوتکو په اخیستلو یا په ایران باندې د دغو وسلو په خرڅولو بندیز لګولی دی.
سره له دې د اټومي تړون پراساس دغه بایکاټونه د اکتوبر د میاشتې په اتلسمه نیټه پاې ته ورسیدل.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د روان میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اتلسمې نیټې سره سم د اټومي تړون د اجرا په اتم کال کښې د اروپايي اتحادیې د ژمنو د نه پوره کولو په هکله د دغه اتحادیې د شورا فیصلې ته په غبرګون کښې وویل: د اروپايي اتحادیې د شورا دغه اقدام د اروپايي اتحادیې او د دریو اروپايي هیوادونو د ژمنو ښکاره خلاف ورزۍ ده چې په اټومي تړون کښې یې کړي وې او دغه راز د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف ورزۍ هم ده او له ناوړه نیت سره یوځای یو عمل هم دی.
همدا اوس د ایران پرضد د توغندیو او د وسلو د بایکاټونو په ختمیدا سره تهران د دې جوګه دی د توغندیو او د نورو وسلو د پراخولو په زمینه کښې ډول ډول اقدامات ترسره کړي او په عین حال کښې به د وسلو د واردولو او د صادرولو په زمینه کښې هیڅ محدودیت ونلري.