Dec 09, 2023 13:21 Asia/Kabul
  • ایران له سوریې سره پراخې اړیکې غواړي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران د ولسمشر لومړي مرستیال« محمد مخبر» د تهران او د دمشق اړیکې سټراټيژیکې ، نږدې او صمیمانه وبللې او ویې ویل ایران له سوریې سره د ګډې اقتصادي ملګرتیا پراخولو ته هوډمن دی.

د ایران اسلامي جمهوریت له سوریې سره سټراټيژیکه ملګرتیا لري او د سوریې د کړکیچ په اوږدو کښې د دمشق له قانوني حکومت څخه د تهران ملاتړ او له بیلابیلو ډلو سره د مبارزې په بهیر کښې د بشار اسد له حکومت سره مرسته د دغه چارې تائیدونکي ده.

د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمد مخبر په تهران کښې د سوریې له لومړي وزیر حسین عرنوس» سره په کتنه کښې وویل د ایران ملت او حکومت د سوریې په هکله ځانګړی نظر لري او د دغه هیواد د خلکو ارامښت، خپلواکۍ، بریالیتوب او هوساینه خپل لومړیتوبونه ګڼي.

هغه دغه راز په غزې کښې حملو او  جنایتونو ته په اشارې سره چې نن سبا په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټ رژيم لخوا رامینځته کیږي وویل د امریکا او د صهیونیسټ رژيم زیات غصه کیدل د طوفان الاقصی په عملیاتو کښې د دوې د رعب د ماتیدا په دلیل دي ځکه چې د خپل قدرت په هکله یې ناسم تصور درلود او دغه تصور یې ټولې دنیا ته القا کړی و.

د سوریې لومړي وزیر حسین عرنوس هم په دغه کتنې کښې په دې خبرې سره چې د سوریې ملت او حکومت به د ایران د ملت او د حکومت له شرافت څخه ډک ملاتړونه او دریځونه هیر نکړي  وویل لویدیځ هیوادونه تل په سوریې بانډې د مقاومت د چورلیز د یوه اصلي رکن په توګه تر دباو لاندې ورولي خو د سوریې ملت او حکومت به خپل دریځونه بدل نکړي او تل به د مقاومت په لاره کښې حرکت وکړي.

بل خبر دا چې ایران او سوریې د ملګرتیا څو سندونه هم لاسلیک کړي دي.

 

 

ټیګونه