د جنایتکار صهیونیسټي رژيم هیڅ یوه موخه پوره شوې نه ده
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر ټينګار وکړ، په غزې تړانګې کې د صهیونیسټ رژيم هیڅ یوه نیواکګره موخه پوره شوې نه ده.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی،د اسلامی ایران خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان پرون د حکومتي کابینې په ناستې کې د غزې د ترټولو وروستیو بدلونونو په باب د یوه راپور په وړاندې کولو سره ووئيل،دغزې او لویدیځي غاړې د خلکو د مقاومت او تل پاتیکیداپه پشتوانې سره په تیرو څه د پاسه نوي ورځو کې د فلسطین د حماس غورځنګ یا حتی د فلسطینیو ډلو په اختیار کې د بندیانو د خوشي کیدا او د وسلو د په مینځّه وړلو کې د صهیونیسټي رژیم یوه نیواکګره موخه هم پوره شوې نه ده.
د ایران خارجه وزیر زیاته کړې ده ،صهیونیسټانو بهرني چاپیریال ته مخه کړې او هڅه ئې کړې ده ،په بیروت کې د حماس غورځنګ د سیاسی مرستیال صالح العاروري په ترور سره،د ځان لپاره تش په نامه پلان شوی بریالیتوب ترلاسه شي.
امیر عبداللهیان ووئيل،اوس د صهیونیسټ رژيم د کابینې په داخل کې د اختلاف په رامینځة کیداسربیره، د امریکا په داخل کې هم له جنګه د ملاتړ د څرنګوالي په باب د نظر اختلافات رابرسیره شوي دي،او له صهیونیسټي رژيم سره په بشپړ ملګرتیا کې د سپيې ماڼۍ د تیروتنې په شان موضوعګانې مطرح شوي دي .
د ایران خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې د ایران اسلامی جمهوریت تل په سیمې کې په تل پاتې امنیت ټينګار کوي، روښانه کړه،د اسلامی ایران له نظره ، د غزې په ضد د جنګی جنایتونو ددریدا،د انساني مرستو د لیږد دلارو پرانیستل کیدا، داجباري کوچیدا ددریدا او د فلسطینیانو په لاس په ډیموکراټيکې رودې سره دغزې د راتلونکي د ټاکل کیدا ضرورت سیمې ته د آرامښت د بیرته ستنیدا لوازمات دي.