د اسلامي ایران منطق؛ د استکباري جبهې په مقابل کې کلکه درېدا ده
(last modified Thu, 07 Mar 2024 11:36:33 GMT )
Mar 07, 2024 16:06 Asia/Kabul
  •  د اسلامي ایران منطق؛ د استکباري جبهې په مقابل کې کلکه درېدا ده

د اسلامي انقلاب ستر لارښود، د نړیوال استکبار په مقابل کې کلکه درېدا، د ایران د اسلامي جمهوریت دیني، عقلي او انساني منطق وباله.

حضرت آیت ا.... العظمی سید علي خامنه يي  نن د رهبرۍ د خبرګانو شورا له مشر او غړو سره په کتنې کې  له سرزورو سره د ایران د اسلامي جمهوریت   د مقابلې او کلکې درېدا د منطق په بیانولو کې وفرمائيل؛ د اسلامي جمهوري انقلاب له بریالیتوب تر مخکې پورې، په نړۍ کې موجوده یوازینۍ جبهه، د لوېدیځوالو د لیبرل ډيموکراسۍ له کړنلارې سره اړونده ډيموکراسي وه، خو د اسلامي انقلاب په بریالیتوب سره، د اسلامي ولسواکۍ په اساس نوي جبهه جوړه شوه، چې طبیعتا د لوېدیځي ډيموکراسۍ د جبهې په مقابل کې ودرېده.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود په ایران کې د اسلامي ولسواکۍ بېلګه کېدا د لوېدیځي ډيموکراسۍ د جبهې د ګټو له خطرې سره د مخامخېدا او له اسلامي نظام سره د هغې جبهې د دوامدارو مخالفتونو او پروپاګندو لامل وبلله او وفرمائيل؛ د هغوی د خطرې احساس او د مخالفت علت دا وو چې د لوېدیځي ډیموکراسۍ په نظام کې تکبر او د ولسونو حقونه تر پښو لاندې کېږي او د واک د ترلاسه کولو لپاره جنګونه او نامحدوده وینه تویول دي، لکه څنګه چې په آسیايي، افریقايي او د لاتینې امریکا په هېوادونو کې  په ۱۹مه پېړۍ کې، چې د ډیموکراسۍ، آزادۍ او بشري حقونو په ډګر کې د دوی تش شعارونه او ادعاګانې په اوج کې دي.

Image Caption

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه يي، د اسلامي ولسواکۍ د جبهې ترټولو مهمه مسئله او کړچار د هغو د اسلامي ماهیّت په دلیل، له ظلمونو او کړاوونو سره مقابله وبلله او د دې پوښتنې په مقابل کې چې ولې اسلامي جمهوري نظام  له استبکاري جبهې سره مقابله کوي، وويل، د ایران اسلامي جمهوریت له حکومتونو، ملتونو او هېوادونو سره چټي په چټي ډغره نه وهي، بلکې د هغه ظلم او تیریو مخالف دی چې د لوېدیځي ډیموکراسۍ د جبهې په باطن کې موجود دي.

د اسلامي انقلاب معظم لارښود د غزې تړانګې بوږنوونکې او غمجنونکې پېښې، د یوه ټاټوبي په خاوندانو باندې د استکباري جبهې د تیریو او ظلمونو او د هغه ټاتوبي د ښځو اوماشومانو د بې رحمه او وحشي ډوله عامې وژنې او د خلکو د شتمنیو او سرچینو نابودول یوه ښکاره بېلګه  او مثال  وباله او وويل، په حقیقت کې د ایران د اسلامي جمهوریت مخالفت له  دغه شان ظلمونو او جنایتونو سره دی، چې  سره له دې چې د هر عقل، عرف او شرعي او انساني وجدان په نزد محکوم دي، خو امریکا، انګلستان او ځيني اروپائي هېوادونه يي ملاتړ کوي. دوی ټينګار وکړ، دا موضوع باید روښانه اومعلومه شي، چې استکباري جبهې د لیبرالیزم، د انساني حقونو او ډيموکراسۍ په نامې سره پر دغو ظلمونو، جنایتونو، عامو وژنو او تیریو برغولی کیښودلی دی.

حضرت آیت  ا...  العظمی سید علي خامنه يي په دې خبرې په ټینګار سره چې پر اسلامي حمهوریت باید تل له استکبار سره په مقابلې کې بیرغوال، مخکښ وي وويل، له استکبار سره د مبارزې بیرغ باید هره ورځ لا لوړ او پراخ شي او  په هېڅ یوه پړاو کې اجازت ورنه کړل شي، دغه بیرغ  له اسلامي جمهوري نظامه واخستل شي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود همداراز د  نوو نسلونو  لپاره له مستکبرانو سره  په مقابلې او مقاومت کې د ایران د اسلامي جمهوریت د منطق بیانول یوه مهمه دنده وبلله او وفرمايل؛ له نیکه مرغه د اسلامي جمهوري نظام په تیرو څه دپاسه څلورو لسیزو کې له استکبار سره د مبارزې جبهه، درېځ او څېره د نړیوالو نندارې ته وړاندې شوې ده.

ټیګونه