ایران د غزې په الشفا روغتون د اسرائیلو بریدونه وغندل
(last modified Mon, 25 Mar 2024 06:05:06 GMT )
Mar 25, 2024 10:35 Asia/Kabul
  • ایران د غزې په الشفا روغتون د اسرائیلو بریدونه وغندل

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند « ناصر کنعاني چافي» د فلسطین د غزې تړانګې په «الشفا» روغتون کښې د صهیونیسټ رژیم جنایتونه وغندل.

هغه وویل له بده مرغه په تیرو څو ورځو کښې د صهیونیسټ نیواکګر رژيم د څاروي ډوله جنایتونو له کبله د غزې تړانګې په الشفا روغتون کښې یوسل اتیا کلابند شوي ناروغان ، د روغتون ډاکټران او کډوال شوي فلسطینیان  شهیدان شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د غزې په الشفا روغتون کښې د ډاکټرانو ، نرسانو ، د ناروغانو او د ژوبلو کسانو او د کډوال شویو خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم د پوځ بوږنونکو او د انسان ضده جنایتونو د غندلو په ترڅ کشې وویل اوه(۷) ورځې کیږي چې د غزې الشفا روغتون او ګیر چاپیر سیمه له ناروغانو ، د درملنې له کادر او  په فلسطیني کډوالو په تیره بیا له ښځو او ماشومانو سره یوځاې چې هلته موجود دي د صهیونیسټ رژيم د پوځ له سختې او غیر انساني کلابندۍ سره مخ ده  او د اسرائیلو رژیم په دغه روغتون کښې د بوږنونکو جنایتونو په ترسره کولو سره د خپلو جنایتونو په تور فهرست او له  نکبت د ډک  ژوند په تاریخ کښې بله شرمونکي پاڼه ورزیاته کړه.

ناصر کنعاني ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت یوځل بیا د غزې تړانګې تر کلابندۍ لاندې د جنګ ځپلیو وسیدونکو او په تیره بیا د فلسطین د مظلوم ملت د ملاتړ په هکله د نړیوالې ټولنې او د اسلامي حکومتونو د مسوولیت یادونه وکړه او د دغو جنایتونو په بندولو کښې د نړیوالو  او  حقوقي ارګانونو او حکومتونو د اغیز شیندونکي ، پریکنده او سمدستي اقدام او د دغو انساني  غمیزو د امرانو، عاملانو او د ملاتړو د تعقیبولو او محاکمه کولو لپاره د جزايي دوسیې د جوړولو غوښتنه وکړه.

 

ټیګونه