د ایران د ووشو لوبې اتلانو تېر کال پنځوس نړیوال مډالونه ګټلي
پارس ټوډی – په ۱۴۰۲ کال کې د ایران د ووشو ملي لوبغاړو د دې لوبې په نړیوالو ډګرونو کې د پنځوسو بېلا بېلو مډالونو په تر لاسه کولو دغه کال د ځآن لپاره یو بریالی کال نومولی.
ایران د ووشو فدراسیون مشر امیر صدیقي د تیر کال د دغه فدراسیون د فعالیت په اړه ویلي: په نړیوالو ډګرونو کې پنځوس ارزښتناکه مډالونه ګټل د دغه هېواد د ووشو لوبغاړو د هڅو پایله ده.
هغه زیاته کړې، په دغه مډالونه کې درې د سرو زرو ، 7 د سپینو زرو او 3 د برونزو مډالونه دي چې د ایران د ووشو لوبغاړو په اسیاسي لوبو کې ګټلي.
هغه څرګنده کړه: همداشان د ایران د ووشو ورزشکارانو د محصلینو په نړیوالو لوبو کې هم غوره مډالونه تر لاسه کړي دي.
نوموړي د دې خبرې په کولو سره چې د ایران ټیم د کوراش په نړیوالو سیالیو کې ښه وځلیده، زیاته کړه: د اسيايي ځوانانو او عمر لرونکو ګروپونو د ووشو په سياليو کې، همدارنګه په چين کې د کوراش اسيايي سياليو په بهير کې د ايران ملي لوبډلو په زړه پورې پايلې هم ثبت شوي دي.