ایران د سرطان د درملنې لپاره د خطي سرعت وروکونکي دستګاه څلورم تولیدونکی
(last modified Thu, 06 Jun 2024 08:43:23 GMT )
Jun 06, 2024 13:13 Asia/Kabul
  • ایران د سرطان د درملنې لپاره د خطي سرعت وروکونکي دستګاه څلورم تولیدونکی
    ایران د سرطان د درملنې لپاره د خطي سرعت وروکونکي دستګاه څلورم تولیدونکی

پارس ټوډې – د ایران د یوه پوه بنسټه شرکت د خرڅلاو یوه مدیر د خطي سرعت ورکولو دیوه دستګاه صادرولو لپاره د یوګانډا، سوریې او عراق په ګډون له یوشمېر هېوادونو سره د سلا مشورو خبر ورکړ او وویل: دغه شرکت له یوګانډا سره د شل میلیونو ډالرو په ارزښت د صادراتو تړون لاسلیک کړی دی.

د ایران د پوه بنسټه شرکت "بهیار صنعت سپاهان" د خرڅلاو مدیر "الیاسي" د وینا له مخې، د سرطان په درملنه کې کارول شوې ټیکنالوژیو کې، د خطي سرعت ورکولو دستګاه ده چې د وړانګو په تولید او د سرطان د تومور په بمبارولو سره، د سرطان په درملنه کې مرسته کوي.

الیاسي دې ته په اشارې سره چې یوازې درې هېوادونو امریکا، انګلستان او جرمني دغه وسیله جوړه کړې او ایران په نړۍ کې د دې وسایلو څلورم تولیدوونکی دی، زیاته کړه: دغه شرکت د ولسمشرۍ د علمي او ​​ټکنالوژۍ معاونت، د روغتیا وزارت او د ایران  د اټومي انرژۍ سازمان په ملاتړ، د 5 کلونو په موده کې وتوانېد چې دا خطي سرعت ورکوونکي وسیله تولید کړي.

هغه د بهرنيو موډلونو په پرتله په ايران کې د دغې وسيلې د بيې په اړه وويل: په نورو هېوادونو کې د خطي سرعت ورکولو دستګاه بيه شاوخوا درې ميليونه ډالره ده او د ساتنې کلنۍ لګښت يې درې سوه زره ډالره دى، په داسې حال کې چې په ایران کې دننه د دغې وسيلې بیه له 1 میلیون ډالرو څخه لږه ده.

د ټکنالوجۍ دغه کارکوونکي د یوګانډا، سوریې او عراق په ګډون، له مختلفو هېوادونو سره د سلا مشورو خبر ورکړ او زیاته یې کړه: له یوګانډا سره د خطي سرعت ورکولو د وسیلې د صادرولو لپاره د ۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک شوی دی.

الیاسی څرګنده کړه: په دغه پوه بنسټه شرکت کې ۷۵۰ کسان په کار بوخت دي، چې زیاتره یې د اصفهان د صنعتي پوهنتون نخبګان دي او د دغه شرکت له ۸۵ سلنه څخه زیات د بشري سرچینو په تحقیق او پراختیا کې بوخت دي.

کلیدي کلمې: د ایران علمي توان، ایران د لوېدیځې آسیا طبي مرکز، په ایران کې د پوه بنسټه شرکتونو وضعیت، د سرطان درملنه

ټیګونه