سوله،آرامښت اوګډسوله ایز ژوند د ایراني هنر روح دی؛(په انځورونو کې)
پارس ټوډې - ایرانی هنر په یوې پیچلي او بډایه تاریخچې سره، تل د سولې، دوستۍ، آرامښت او د ګډ سوله ایز ژوند په نندارې پسې دی.
د پارس ټوډې په د غه مطلب کې ، په ایراني هنر کې د سوله غواړي او چورلیزي آرامښت ددغې روحیّې پنځو غوره نښو ته یوه کتنه کوو.
- ایراني فرش یا قالین
ایراني قالینې یا فرشونه په درستې نړۍ :ې د خپل کیفیّت او ښکلا په دلیل مشهور دي ، خو له دې چې ورتیر شو،پخپلو طرحو اونقشو کېد سولې او ګډ سوله ایز ژوند بیلګېنندارې ته وړاندې کوي. د مثال په توګه،د شاه عباسي ګلانو او ګلدانیو طرحې د بهشت او آرامښت ښودنه کوي.
َ
دغه نقشونه نه یوازېبصري ښکلا زیاتوي، بلکې پخپلو طبیعيبیلګو سره،په طبیعتاو چاپير یال کېد سوله ایز ژوند او د طبیعتد اهمیّت یادونههم کوي.په دغو قالینو کې رنګ په رنګ او ډ ول ډول ګلونهدداسې ډولونو ښودنه کوي چې په عین تفاؤت کې د غږملتیا او سوله ایز ګډ ژوند چورلیز رابرسیره کولی شي.
- ایرانۍ میناتورئ
ایراني میناتورئ دخپلو خوش رنګه او رڼا رنګونواو لوړو جزیاتو او دقت په دلیلمشهورې دي. دغه هنر،بهشتي صحنې او د ګډ ژوند منظرېپه ډير دقیقو جزیاتو سره انځوروي.
دغه انځورونه، د ښکلي ژوند او خیال ساتونکي آرمانونو یو ډول انعکاس دی.حتی د فردوسي په شاهنامې کې چې د ایراني چورلیزي سولې مقاومت او جنګ بریښوي ، د هغو مجلسونو او جشنونو صحنې چې له جنګ او جګړو لیرې دي، د ځوانمردانه ژوند او زمانې دصحنو ترڅنګ انځور شوي دي. دغه نقاشئ نه یوازې هنري ښکلا لري ، بلکې د انسانانو ترمینځ ددوستۍ او سولې درامینځةکولو لپآره دهڅې پیغام هم لري.
- ایراني- اسلامی معماري
اسلامی –ایراني معماري،د بوټو د نقاشیو او هندسي بیلګو څخهپه استفادې سره ، دغږملتیا او آرامښت د حس په القاء کولو پسې ده.
په اصفهان کې د شیخ الطف الله جومات ، د سوله ایزې او مقدسې فضا درامینځةکولو لپارهددغې هڅې یوه څرګنده نمونه ده. د ښکلي ګنبسۍاو ډول ډول کاشیانو د کارولو په څير ددغه جوماتدمعمارۍ د مختلفو عنصرونو ترمینځغږملتیا او دقیقه پلانونه،نه یوازې بصري دښکلا زیاتوي،بلکېلمونځ ګوزارو ته او کتونکو تهد آرامښت او سکون حس هم منتقلوي.
دغه معماري یو ډول هڅه کوي ،څو د انسان او دهغه دخالق ترمینځ یوه مقدسه او آ رامه فضا رامینځةکړي.
- ایرانۍ خوشخطي
ایرانۍ خوشخطي په روانو او نرمو کږو خطونو سره ، نه یوازې یو بصری هنر دی ،بلکې یو ډول د اسلامی او ایراني سوله ایز تفکر او فلسفې بیانونکی هم دی . د حافظ او سعدي شعرونه چېدنستعلیق خط په چوکاټ کې لیکل شويدي، د ایران د اعتدال لرونکي تفکراو هنر ترمینځ ددغه پیوند ښودنه کوي.
دغه روان او کاږۀ واږۀ خطونه،د لیکنو ښکلا او آرامښت زیاتوي او په عین حال کې مخاطب ته دغږملتیا او باطني انډول یو پیغام منتقلوي. په ایران کې د خوشخطئ هنر همیشه د اخلاقي او معنوي پیغامونو دمنتقلولو لپاره د یوې وسیلې په توګه ورڅخه استفاده شوې ده.
- ایرانی دودیزه موسیقي
د ایران دودیزه موسیقۍ د آرامو سندرو او نرم تالونو یا رتمونو سره ،د سوله ایزې او روحاني فضا د رامنځته کولو هڅه کوي. هغه سه تار چې نرم او خوندور او په زړه پورې غږ لري، د ده هنر اصلي آوزارونه دي.
د ایرانۍ موسیقۍ مقامات هم د هغو اصولو په اساس دي چې غږملتیا او ګډ سوله ایز ژوند په نظر کې لري. د مثال په توګه ، مقام "دشتي" په خپلو آرامو او روماټيکو غږونو سره، یو ډول د طبیعت ښکلا او آرامښت انځوروي او اوریدونکي ته د سولې او آرامښټ احساس ورکوي.
دغه مطلب له لاندنیو سرچینو اخستل شوی دی؛
1. کتاب «فرش ایرانی: هنر و تاریخچه» نوشته حسن ترابی
2. مقاله «مینیاتورهای ایرانی: جلوهای از بهشت» در مجله هنر شرق
3. پژوهش «معماری اسلامی ایرانی و نمادهای صلح» توسط دکتر مهدی زارع
4. کتاب «خوشنویسی و هنر اسلامی» نوشته علی محمدی
5. مقاله «موسیقی سنتی ایرانی: نواهایی برای آرامش» در مجله موسیقی ایرانی
6. کتاب «نقاشی دیواری صفوی: تاریخ و هنر» نوشته زهرا افشار
(ژباړن؛ سیماب)