ایران په بنګلادیش کښې د سولې د ټینګیدا هرکلی وکړ
(last modified Mon, 12 Aug 2024 23:53:20 GMT )
Aug 13, 2024 04:23 Asia/Kabul
  • ایران په بنګلادیش کښې د سولې د ټینګیدا هرکلی وکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د خارجه وزارت سرپرست علي باقري کني په بنګلادیش کښې د سولې د ټینګیدا او د موقته حکومت د جوړیدا هرکلی وکړ.

هغه په ایکس اینټرنیټ پاڼې باندې یوه پیغام کښې په بنګلادیش کښې وروستیو بدلونونو ته په غبرګون کښې ولیکل زه په دوست هیواد بنګلادیش کښې د سولې د ټینګیدا هرکلی کوم او په خارجه چارو کښې د بنګلادیش د موقته حکومت د سلاکار ډاکټر توحید حسین لپاره د بریالیتوب ارزو کوم.

بنګلادیش د جولاۍ د میاشتې له لومړۍ نیټې راهسې د ولسي اعتراضونو کتونکی دی او د دغو اعتراضونو په بهیر کښې تراوسه څه د پاسه څلور سوه نهه کسان وژل شوي هم دي.

ویل کیږي چې په بنګلادیش کښې اوس پولیسو خپلې دندې له سره پیل کړي دي چې په ټول هیواد کښې امنیت ټینګ کړي.

 

ټیګونه