د ایران او ترکیې ترمنځ د ۳۰ میلیارده ډالرو سوداګرۍ هدف
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i152040-د_ایران_او_ترکیې_ترمنځ_د_۳۰_میلیارده_ډالرو_سوداګرۍ_هدف
په ترکیه کې د ایران د صنعتکارانو او سوداګرو د ټولنې د مدیره هیئت مشر د ایران او ترکیې ترمنځه د ۳۰ میلیاردو ډالرو د سوداګرۍ د هدف ټاکلو غوښتنه وکړه.
(last modified 2024-09-03T21:37:24+00:00 )
Sep 04, 2024 02:06 Asia/Kabul
  • د ایران او ترکیې ترمنځ د ۳۰ میلیارده ډالرو سوداګرۍ هدف

په ترکیه کې د ایران د صنعتکارانو او سوداګرو د ټولنې د مدیره هیئت مشر د ایران او ترکیې ترمنځه د ۳۰ میلیاردو ډالرو د سوداګرۍ د هدف ټاکلو غوښتنه وکړه.

د ایرنا د خبر له مخې؛ په ترکیه کې د ایران د صنعتکارانو او سوداګرو د ټولنې د مدیره هیئت مشر سعید محمد جان د ایران په شمال لویدیځ تبریز ښار کې د ختیځ اذربایجان د فولادو د اتحادیې له غړیو سره په کتنه کې وویل: په ۲۰۱۶ کال کې د ایران او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ هدف ۲۱ میلیاردو ډالرو ته رسېدلی و، خو د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د سختو بندیزونو له امله دغه شمېره ۲،۸ میلیارد ډالرو ته راټیټه شوه.

په ترکیه کې د ایران د صنایعو او سوداګرو د ټولنې د مدیره هیئت مشر زیاته کړه، په ۲۰۲۲ کال کې د ایران او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ اندازه څه د پاسه ۱۴ ​​میلیارد ډالرو ته ورسیده، خو په ۲۰۲۳ کال کې دغه ارزښت یو ځل بیا راټیټ شو او د تجارت اندازه د دواړو هېوادونو ترمنځ څه باندې ۷.۵ میلیارده ډالرو ته ورسیده.

په ترکیه کې د ایران د صنعتکارانو او سوداګرو د ټولنې د مدیره هیئت مشر څرګنده کړه چې د ایران صادرات (۶۳) فیصده د وارداتو په نسبت زیات دی او د ایران او ترکیې ترمینځ د تجارت اندازه باید ۳۰ ملیارد ډالرو ته ورسیږی.

د ایران او ترکیې د ګډې خونې د مدیره هیئت غړی رضا کامی په دې خبرې سره چې ترکیه د ایران او اروپا ترمینځ د تجارت د پله حیثیت لري، هیله څرګنده کړه چې د ایران د څوارلسم حکومت د پرانستلو له امله د تهران او انقرې ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې وده وکړي.