نن د جمعې لمونځ د اسلامي انقلاب د ستر لارښود په امامت ترسره کیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی د مجاهد في سبیل الله او د اسلامي امت د ګران سید شهید حجت الاسلام و المسلمین سید حسن نصر الله او د سردار شهید نیل فروشان په شمول
د ورسره ملګرو د درنښت مراسم د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي لخوا نن سهار لس نیمې بجې په حضرت امام خمیني رحمت الله علیه مصلا کښې ترسره کیږي.
د دغو مراسمو په دوام او د فلسطین او د قدس د ازادۍ او د مقاومت د بیرغوال حجت الاسلام و المسلمین سید حسن نصر الله له مظلومانه شهادت وروسته او د فلسطین د اسلامي مقاومت د مبارزانو لخوا د طوفان الاقصی د حماسې د لومړۍ کلیزې په درشل کښې د نن ورځې د جمعې لمونځ د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په مشرۍ په تهران کښې په امام خمیني رحمت الله علیه مصلا کښې ترسره کیږي.