د تهران په مصلی کې د في سبیل الله مجاهد سید حسن نصرالله د یاد مراسم پیل شول
(last modified Fri, 04 Oct 2024 07:44:36 GMT )
Oct 04, 2024 12:14 Asia/Kabul
  • د تهران په مصلی کې د في سبیل الله مجاهد سید حسن نصرالله د یاد مراسم پیل شول

د ایرنا د خبر له مخې؛ د في سبیل الله مجاهد شهید سید حسن نصرالله د یاد مراسم چې د همدې اونۍ د جمعې د لمانځه د خطبو له پیل څخه مخکې په تهران کې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۴ نېټه د انقلاب د معظم رهبر په مشرۍ د ترسره کېدو په حال کې دي، د اسلامي انقلاب د معظم لارښود له خوا، د اسلامي امت سید، د في سبیل الله مجاهد، د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر، شهید حجت الاسلام و المسلمین سید حسن نصرالله او د سردار نیلفروشان په ګډون د هغه د ملګرو د شهادت یاد او خاطرو نمانځنه کېږي.

دا مراسم به د جمعې د لمانځه د خطبو تر پیله دوام وکړي او بیا به د جمعې لمونځ د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په امامت سره ترسره شي.

په همدې مناسبت د ایران د اسلامي جمهوریت خلک نن له لمر ختلو مخکې په تهران کې د امام خمیني (ره) مصلی ته روان شول، ترڅو چې یو ځل بیا د انقلاب له معظم رهبر سره ملاقات او د تهران د دې اونۍ د جمعې لمونځ د هغه په ​​امامت سره ادا کړي.

ټیګونه