مدني زاده د ایران د اقتصاد وزیر شو
Jun 16, 2025 07:40 Asia/Kabul
سید علي مدني زاده د اسلامي شورا په نننۍ څرګنده غونډه کښې د نمایندګانو د رایو په اکثریت سره د څوارلسم حکومت د اقتصاد او مالیې د چارو وزیر وټاکل شو.
د اسلامي شورا (پارلیمان) په نننۍ غونډه کښې د اقتصاد او مالیې د وړاندیزي وزیر سید علي مدني زاده صلاحیت وڅیړل شو.
په پارلیمان کښې د ښاغلي مدني د صلاحیت په سر د موافقو او مخالفو استازو له بحث او د هغه له خوا د خپلو پروګرامونو له وړاندې کولو وروسته، د نمایندګانو په ۱۷۱ موافقو، ۶۷ مخالفو او ۹ سپینو رایو سره د ولسمشر پزشکیان د کابینې د اقتصاد وزیر شو.
د تسنیم د ربورټ له مخې، مدني زاده له شکاګو پوهنتون څخه په اقتصاد کښې د پي، ایچ، ډي مدرک لري او په ایران کښې یې د مختلفو اقتصادي برخو مشري او مرستیالي کړې ده.
ټیګونه