د سپاه پاسداران سمندری ځواکونه پر هرمز سټراټیژیکې اوبلارې بشپړ کنټرول لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i177312-د_سپاه_پاسداران_سمندری_ځواکونه_پر_هرمز_سټراټیژیکې_اوبلارې_بشپړ_کنټرول_لري
د اسلامی انقلاب د  سپاه پاسداران سمندري ځواک په یوې اعلامیې کې وئیلي دي، پر هرمز  سټراټیژیک تنګي د اسلامي مبارز ځواک تسلط په بشپړه توګه مشخص  دی.
(last modified 2026-08-29T02:59:27+00:00 )
Aug 29, 2026 07:25 Asia/Kabul
  • د سپاه پاسداران سمندری ځواکونه پر هرمز سټراټیژیکې اوبلارې بشپړ کنټرول لري

د اسلامی انقلاب د  سپاه پاسداران سمندري ځواک په یوې اعلامیې کې وئیلي دي، پر هرمز  سټراټیژیک تنګي د اسلامي مبارز ځواک تسلط په بشپړه توګه مشخص  دی.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د  اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک په  اعلامیې کې راغلي دي؛د هرمز تنګي د پرانیستل کېدو په اړه د امریکايي چارواکو څرګندونې ښکاره دروغ دي او یوازې د تېلو د بَیې د کنټرول او د خپلو ناکامیو  د پټولو په موخې سره ترسره  کېږي.

په اعلامیې کې زیاته شوې: پر دغې ستراتیژیکې اوبلارې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو مبارزو  ځواکونو تسلط په بشپړه توګه  مشخص دی او هرمز تنګی ئې په خپل ټول قدرت او بشپړ اقتدار سره د هغو ټولو بېړیو پر مخ تړلی دی چې د ایران له  اسلامي جمهوریت  سره له همغږۍ پرته د تګ راتګ هڅه کوي. مونږ د ایران قدرمن ، زړَور او د الهي رسالت لرونکي ملت ته ډاډ ورکوو چې دغه بهیر به زمونږ د ګران هېواد پر وړاندې د امریکا د ترهګر پوځ د شرارتونو  پای ته تر رسېدو او د ټاکل شویو ژمنو تر عملي کېدو پورې دوام ولري.