د پاسدارانو لښکر باید همدغه شان په سیمه کښې د امنیت او ارامښت سرچینه پاتې شي
نن د شعبان یا شوقدر د میاشتې دریمه نیټه د نړۍ د شیعه مسلمانانو د دریم امام حضرت حسین علیه السلام د زوکړې کلیزه ده چې په ایران کښې د پاسدار ورځ نوموله شوې ده.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د پاسدار د ورځې په مناسبت یو پیغام کښې ټینګار وکړ: د ایران د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر باید همهغه شان په معنویت، خلوص، میړانې او اقتدار سره د خپل معنویت او اتلولۍ لارې ته دوام ورکړي او د نظام د عزت او ویاړ لامل او همداشان په سیمه کښې د ارامښت او امنیت سرچینه ووسي.
ولسمشر حسن روحاني نن د شعبان د دریمې نیټې یعنې د دریم معصوم امام حضرت امام حسین علیه السلام د ولادت د کلیزې په مناسبت یو پيغام کښې څرګنده کړه: د پاسدار ورځ د ډیرو باتورو پاسدارانو او د اسلام او اسلامي انقلاب د اقتدار او سترتوب د قدرونې ورځ ده.
هغه زیاته کړه: د پاسدار ورځ د هغو فداکارو او سرشیندونکو انسانانو د قدرونې او احترام لپاره یو غنیمت فرصت دی چې د ترټولو ارزښتناکو الهي مفاهیمو عملي کیدل یې د خپل ژوند سرمشق ګرځولی او د عاشورا د مکتب د لوړ کلتور په سیوري کښې او په حسیني لارې، انقلابي روحیې او له ولس او حکومت سره په بې دریغه ملګرتیا سره یې د خپل ستر ماموریت په ترسره کولو کښې یوه ویاړمنه او ځلانده کارنامه زیږولې ده.
د ویلو ده چې نن د شعبان یا شوقدر د میاشتې دریمه نیټه د نړۍ د شیعه مسلمانانو د دریم امام حضرت حسین علیه السلام د زوکړې کلیزه ده چې په ایران کښې د پاسدار ورځ نوموله شوې ده.