دایران خلک په جمعې ورځ انتخاباتو کښې پراخ ګډون کوی .
ایرنا خبری اژانس راپور راکړی دایران د رهبرۍ دخبرګانو جرګې مشر ایت الله احمد جنتی نن په یوې(۱) بیانیې کښې دمی دمیاشتې په نولسمه (۱۹)نیټه د انتخاباتو ترسره کیدا ته په اشارې سره ټینګار وکړ دانتخاباتو په ورځ دایران خلک ښیی چې داسلامی نظام د ساتلو په لاره کښې هماغه راز هوډمن ، متحد او تاند دی .
هغه وویل دایران خلکو په انتخاباتو کښې په فعال ګډون او مشارکت سره په ځلونو دخپل مسولیت پیژندلو او دعزت ډګرونه ښکاره کړی دی او په راتلونکی جمعې ورځ به هم دخپلې دینی ، انقلابی او د ملی دندې دترسره کولو لپاره ډګر ته راشی .
دایران دخبرګانو دجرګې مشر ایت الله احمد جنتی دهیواد دخلکو په قدرونې سره چې ځانونه یې په انتخاباتو کښې داګاهانه او دښمن ته د ماتی ورکولو شتون لپاره چمتو کړی دی د انتخاباتو له کاندیدانو وغوښتل د پرګنو ترمینځ د واټن دکمولو ، د ګرانۍ او بیکارۍ او د اقتصادی ځوړتیا دختمولو او د شیانو د تولید د زیاتولو لپاره ګام پورته کړی .
دایران د ولسمشرۍ د دولسم (۱۲)پړاو او د ښار او د کلیو د اسلامی شوراګانو د پینځم(۵) پړاو انتخابات په راتلونکی جمعې ورځ(د۲۰۱۷ میلادی کال دمی دمیاشتې په ۱۹) ترسره کیږی .