د ولسمشرۍ انتخابات په غیر لودیځي هیوادونو کې ددیموکراسۍ بهیر
په دې پروګرام کښې د هند او پاکستان په شان د سیمې په ځینو هیوادونو کښې انتخاباتي نظام ته یوه کتنه کوو او ګورو چې په دغو نظامونو کښې د خلکو د ونډې اخیستلو اندازه او کچه څومره ده ؟ په دې هیله چې دانتخاباتو دلړۍ دغه اتلسم مطلب هم دستاسو د توجه او استفادې وړ وګرځي.
په ایران کښې انتخابي نظام د هند، پاکستان او ترکیې پشمول له شا او خوا هیوادونو سره ورته والۍ لري. البته د ورته والي شتون یوه ضروري چاره ده خو هغه څه چې انتخابات له یو بل څخه بیلوي، په انتخاباتو کښې د برخې اخیستو پراخوالۍ او د ټولنې د ټولو پرګنو د رول لوبولو کچه ده. په دې ډول چې د یوه ټاټوبي خلکو ته له دین، توکم او قومیته ورتیر د خپل برخلیک په ټاکلو او انتخاباتو کښې له تبعیض پرته د ګډون کولو فرصت ورکړل شي.
««««««««««««
د هند په شمول د سیمې په تیره بیا د ایران زیاتره شا او خوا هیوادونه د ډول ډول قومونو،دینونو اوکلتورونو له اړخه له ایران سره ورته والۍ لري. د مثال په توګه، په هند کښې ډول ډول قومونه له عقیدو او کلتورونو او د اسلام، هندویزم، بودیزم او مسیحیت په شان دینونو سره ژوند کوي. دغه ډول والۍ لامل شوی څو دغه هیواد د دوه اویا ولسونو هیواد ونومیږي. هند له دې اړخه د نړۍ ترټولو ستره ډیموکراسي هم نومول کیږي. په ایران کښې هم د ترک، لر، کرد، بلوچ او عربو په شان ډول ډول قومونه او همداراز د شیعه، سني، زرتشتي، یهودي او مسیحیت په شان مذهبونه وجود لري. له دې کبله، په انتخاباتي نظامونو کښې دا شان ټولګو ته کتنه او د هغو موقعیت ډیر مهم دی.
د سیاسي چارو کارپوه علیرضا داوودي وایي:
مونږ دوه درې ډول مولفې لروو. لومړی مولفه، د ولسواکو نظامونو سره اړونده ده. په ایران کښې د دیني ولسواکۍ نظام واکمن دی. د نړۍ په زیاترو نظامونو کښې چې رامینځته شوي او خاص شرایط لري، داسې ښودل کیږي چې د جمهوریت د ستنو د تثبیت لپاره د خلکو ګډون زیات دی او خلک د هغو یرغلونو په وړاندې چې له بهره پر دغو هیوادونو کیږي، غبرګون ښئي. د هند په شان یو هیواد یا هند ته د ورته هیوادونو یوه ځانګړنه دا ده چې د دغه ډول نظام څخه استفاده کوي. دا ټیک ده چې په هند کښې د دیني نظام ځلا نه لیدلۍ کیږي خو له سترو قدرتونو سره د مقابلې ځانګړنه لري. البته د دغه هیواد د ملي اقتدار د پیژندلو لپاره د خلکو د ملي رایو اغیز لیدل کیږي. پر دې اساس، کله چې دغو نظامونو ته ګوروؤ، د ولسواکو نظامونو سره د هغو د ورته والي نښې وینو چې یوه نښه یې د سترو قدرتونو سره د هغو مقابله ده او که چیرې په دې باندې دیني قاعده هم ور زیاته شي، لا ښه شرایط به ومومي.
**********************
د شمیرنو په اساس، په هند کښې یو سلو پنځوس ملیونه مسلمانان ژوند کوي چې د دغه هیواد څوارلس سلنه جمعیت جوړوي. خو په انتخاباتو کښې د هند د مسلمانانو اندیښنه دا ده چې د انتخاباتي ګوندونو او کاندیدانو لخوا د هغوئ غوښتنو ته پام نه کیږي.
معمولا له انتخاباتو وړاندې ګوندونه او کاندیدان له ځوانو مسلمانانو سره د عادلانه قانوني چلندونو او پارلماني او قانوني څوکیو په مخصوصولو سره د مسلمانانو د توانمنۍ په شان ګڼ شمیر ژمنې ورکوي خو عمل پرې نه کوي.
دا په داسې حال کښې ده چې مسلمانان د اتر پردیش په شان د هند د سترو ولایتونو د جمعیت مهمه برخه جوړوي او په همدې وجه، د هغوئ د رایو د جلبولو لپاره د ګوندونو لخوا هڅې هر ځلې زیاتې شوي، خو د هند مسلمانان نه غواړي چې هغوئ ته په انتخاباتو کښې د رایې د یوې پاڼې په توګه وکتل شي.
= د هند د اساسي قانون په اساس، د لومړي وزیر مقام د هیواد ترټولو ستر اجرایي مقام دی او د ولسمشرۍ څوکۍ یو تشریفاتي مقام لري. د هند په سیاسي نظام کښې دغه جوړښټ ته په پام او د ایران په اجرایه قوې کښې د ولسمشر د رول په جاجولو سره، توپیرونه تر سترګو کیږي. له دغو تر ټولو مهم توپیرونه دا دي چې په ایران کښې ولسمشر د ولس په نیغ په هیغه رایو سره ټاکل کیږي او د هند په اپوټه چې ولسمشر په ډیرو موردونو کښې تشریفاتي مقام لري، په پوره ډول د اجرایي چارو مسئول وي. په ایران کښې پارلمان خپلواکه دی او د ولسمشر د استیضاح او حتی د هغه د لیرې کولو قانوني حق لري خو ولسمشر د پارلمان د ړنګولو حق نلري چې دا چاره د هند په اپوټه دی.
*****************
د هند سیاسي نظام په حقیقت کښې یو پارلماني جمهوري نظام دی. د دې په اساس، ولسمشر نیغ په نیغه د ولس لخوا نه بلکه د ټاکل شوې پارلمان په وسیله ټاکل کیږي. د هند ولسمشریز انتخابات د ځانګړو محاسباتو په اساس بڼه نیسي، ځکه چې ټولو جرګو د ارزښتمنو استازو رایې برابرې نه دي بلکه د مرکزي جرګو د استازو رایې د صوبایي جرګو له استازو زیات ارزښت لري او په پائ کښې چې چا تر ټولو زیات امتیازات ترلاسه کړل، هغه د هند د ولسمشرۍ پر ګدۍ کښیني.
د هند د اساسي قانون په درې پنځوسمه ماده کښې راغلي چې د دغه هیواد ولسمشر کولائ شي، له ډیرو لږو موردونو پرته نیغ په نیغه له خپل قانوني قدرته استفاده وکړي خو دغه اختیارات په عملي توګه پرځایښت نه مومي او د لومړي وزیر تر مشرۍ لاندې د وزیرانو شورا د ولسمشر ټول اختیارات اعمالوي او اجرا کوي ئې .
د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه محمد رضا مرندي وایي؛ښه فکر وکړئ، مونږ داسې هیوادونه لرو چې د دیموکراسۍ په باب ئې ډير شور او غوغا هم نشته،خو په نسبي ډول بریالي دی . یو هیواد زر مذهبونه لري او زر عقیدې ، په نسبي ډول په دغه شان هیواد کې دیموکراسي پرمخ تللي او البته د ځينو اسلامی او مذهبی اقلیّتونو پشمول دځينو عقیدولرونکو لپاره ځيني محدودیتونه شته دي اوتوانیدلي په دغو ډول ډول مذهبونو او لیدتوګو سره چې پکې موجودې دي ،ډیموکراسي ئې پرپرمخ بیولي ده .د صدام رژیم له نسکوریدا وروسته په همدغه نوي عراق کې له هغو ترهه ګرو خوځښتونو سره سره ، چې عربستان،عربی هیوادونه اوترکیه ترې ملاتړونه کوي ، خپل انتخابات ئې په ښه ډول ترسره کړي او په نسبی ډول بریالی شوی دی . دمثال په توګه ! په ملائشیا کې مهاتیر محمد په یوه پړاؤ کې په بریالیتوب سره قدرت په لاس کې درلود اوله دوهم پړاؤ مخکې پخپله له قدرته څنګةشو او قدرت ئې بل ته وسپارۀ او په ملائشیا کې نسبتا ښه ډیموکراسي شته ده . البته مونږ هلته هم پر ماهاتیر محمدباندې هم نیوکې لرو چې په هرحال هلته وهابی بهیرونو نفوذ کړی او ځيني هغه آزادۍ چې باید اسلامی بهیرونوته ورکړل شي ،نه دي ورکړل شوي . یوه بریالۍ بیلګه نیکاراګوا هیواد دی . د سیمې په هیوادونو کې،تقریبا د نکاراګوا انقلاب له اسلامی انقلاب سره په یوه پړاؤ کې بریالی شو او هلته سنډينسسټیان قدرت ته ورسیدل او هلته بشپړ آزادي ورکول او شتون ئې د دې لامل شوی چې په ورپسې انتخاباتو کې امریکایان له میرمن ویلټو شامرو څخه ملاتړ وکړي او دغه ملاتړونه لامل شول چې میرمن شامرو چې لویدیځ پاله وه او له امریکا سره اړونده ، بریالۍ شي او سنډینسټیان ئې هم په رسمیّت وپيژندل البته همدوي وتوانیدل د ورپسې انتخاباتو په مرحلې کې هم بیا بریالي شي او قدرت په لاس کې واخلي،خو دغه ټوله پيښې دمونږ دهیوادونو دي ، دهغو هیوادونو چې لویدیځي نه دي .پخپله لویدیځي هیوادونو کې دغه شان آزادي نه ورکول کیږي او یو بشپړ مخالف بهیر په موجوده حالاتو سره قدرت ته نشي رسیدلی او په قدرت کې نشي پاتیکیدلی .پخپله اروپا کې دغه شان اجازت نه ورکول کیږي . خو دمونږ د هیواد په شان په نورو هیوادونو کې لکه نیکاراګوا هیواد ، په دغه شان هیوادونو کې دغه شان پيښې رامینځةکیږي او په هرحال سسټم هم په رسمیّت پيژندلی دی . ::::::::
= پاکستان هم دهندوستان په څير داسې اورګانونه لري چې په دغو سیمو کې دانګریزانو دحکومت په وخت کې جوړ شوي دي .
په دغه سسټم کې دولسمشرۍ دانتخاباتو اساس او بنیاد په دې ډول دی چې په پیل کې د کلو د شوراګانو په چوکاټ کې د کلو خلک او د ښارونو د کمیټیو په چوکاټ کې په ښآرونو کې خلک خپل استازي ټاکي او دغه استازي، چې دخلکو په مستقیمو رایو سره غوه کیږي ، دپارلیمان استازي ټاکلی شي څو دوي، د خلکو له دخالت او رائ پرته دهیواد ولسمشر او د حکومت مشر وټاکلی شي . دغه انتخاباتي سسټم وروسته د ۱۹۳۵ کال په اساسی قانون کې چې دهندوستان او پاکستان لومړنۍ اساسی قانون ؤ ، د رایو د اخستې د حوزو یا حلقو په بڼه بدلې شوي او د انتخاباتو او نمایندګۍ ،شتمنۍ،مالکیّت او د زده کړو اندازه لپاره اصلی معیار دی . په یوې حوزې کې د رایو ورکول هغو خلکو سره اړوندیږي چې په هغې حوزې کې ئې په انتخاباتو کې د ګډون کونکو په لیسټ کې نامه شامله وي او له دغه لیسټه بهر هیڅوک په هغې حوزې کې د راي د ورکولو حق نه لري . په داسې حال کې چې په ایران کې دمثال په توګه،دتهران په څير په یوه ستر ښارکې ټول خلک د هغه ښار د استازو په ناکامۍ او بریالیتوب کې اغیزمن رول لري او له هر ډول ویشل کیدو پرته دښآر د ټولو خلکو په وسیله غوره کیږي .
= د ایران په اسلامی جمهوری نظام کې په انتخاباتو کې اصل دټولنې دټولو ډلو اوپرګنو پر مشارکت او ګډون ولاړ دی . ځکه د اسلامی جمهوری نظام د جوړیدا اساس ، د ملت د ټولو پرګنو رائ او نظر ته په مراجعې او ډله ایزې پوهیدا مشتمل دی . دګډون اومشارکت په باب دغه ډول نظر ، په حقیقت کې د ایران په اسلامی جمهوری نظآم کې د انتخاباتو داهمیّت په معنا دی او په همدې اساس ، یوه داسې نتیجه ده چې له انتخاباتو ترلاسه کیږي چې له قومیّت ،توکم او مذهب پرته د درست ملت له یوموټي ملاتړه برخمنه ده . ټول هغه کسان چې په دغې ډله ایزې دندې کې شتون لري ، په حقیقت کې دیوې دندې په توګه پخپل دیني ،سیاسی او ټولنیز غوره مسئولیّت عمل کوي او دا، په اسلامی نظام کې دګډون یو ژور او غوره مفهوم دی .
(ذیشان .....سیماب)
***********************************************