دایران خلک سبا په انتخاباتو کښې پراخ ګډون کوی .
(last modified Thu, 18 May 2017 01:30:48 GMT )
May 18, 2017 06:00 Asia/Kabul
  • دایران د ولسمشرۍ او دښار او د کلیو دشوراګانو انتخابات سبا ترسره کیږي .
    دایران د ولسمشرۍ او دښار او د کلیو دشوراګانو انتخابات سبا ترسره کیږي .

ایرنا خبری اژانس وایی دایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په یوه(۱) پیغام کښې وویل زه په هیواد او خارج کښې هستوګنه ټولو ایرانیانو ته بلنه ورکوم چې دسبا ورځې په انتخاباتو کښې پراخ ګډون وکړی .

هغه وویل د سبا ورځې انتخابات به زمونږ دټولو راتلونکی وټاکی او  معلومه به کړی چې دایران خلک دخپل راتلونکی د جوړولو لپاره د مشارکت په لړ کښې هراړخیزه ګډون ، د پرمختګ ، پراختیا او د کوټلتیا لاره انتخاب کړی او دنیا ته به وروښیی چې باید دایران له خلکو سره داحترام په ژبه خبرې وکړی او هغوې هیڅکله  یوه (۱)ایرانی ته ګواښ نشی کولای .

دایران دباندنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل که چیرې د ۱۳۹۲ هجری لمریز کال په انتخاباتو کښې دخلکو ګډون نه وائ نو هیڅکله اټومی موافقه نتیجې ته نه رسیدله او هیڅ کله دایران پرضد بندیزونه  نه ختمیدل او هیڅ کله دنیا نه مجبوریدله چې د ایران دخلکو له استازیو سره داحترام او درنښت په ژبه خبرې وکړی .

جواد ظریف وویل زه  دهیواد دننه او دباندې ټولو ایرانیانوته بلنه ورکوم چې دسبا ورځې په انتخاباتو کښې ګډون وکړی او ډاډ ورکوم چې دتاسو دهر سړی رایه اهمیت او اغیز لری او دتاسود رایو صیانت به وشی .

دایران د ولسمشرۍ او دښار او د کلیو دشوراګانو انتخابات سبا ترسره کیږی .

 

ټیګونه