دایران ولس دې په پيژندګلوۍ سره په انتخاباتو کې ګډون وکړي
زمونږ خبریال راپور راکوی د ایران د ولسمشرۍ او شوراګانو انتخابات نن سهار اته بجې د رهبرۍ د سترمقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای په راې سره پیل شول .
د ایران د کورنیو چارو وزیر ښاغلی رحمانی فضلی اته بجې د انتخاباتو د پیلیدا اعلان وکړ چی په هماغه لومړیو دقیقو کې د رهبرۍ ستر مقام د راې په اچولو سره له ایرانی ملته وغوښتل چی په انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړی چی ایرانی ملت هم د راې ورکولو په هماغه پیل کې رایو ورکولو ته مخه کړه او انتخابات په ولولناک ډول روان دی .
ځینې راپورونه وایی چی خلک له سهار اووه بجو د رایو ورکوبو مرکزونو مخ ته راغونډ شوی وو چی په وخت راې ورکړی .ایرانی ملت تل په خپلې ځیرتیا ، بصیرت او اتحاد سره دښمنان ناهلی کړی او نن به هم د ایران په تاریخ کې یوه بله حماسه راوپنځوی .
د ایران د انتخاباتو د کمیټۍ د مسولانو د اعلان په اساس شپږ پنځوس میلیون او څلور لکه لس زره او دوه سوه شپږ دیرش کسان د رایو ورکولو په شرایطو پوره دی چی پکې یو میلیون درې نیم لکه دوه سوه څلور نوی کسان د لومړی ځل لپاره رایه ورکوی .
د انتخاباتو لپاره درې شپیته زره څلور سوه نهه ویشت مرکزونه د میلیونونو کسانو د رایو د اخیستلو لپاره چمتو دی .
د ولسمشرۍ د انتخاباتو د قانون د ۲۰ مادې په اساس په ایران او بهر کې د رایو اخیستل په یوه ورځ او لسو ساعتونو کې ترسره کیږی او د ضرورت په بڼه کې د تمدید وړ دی .
د ایران د کورنیو چارو د وزیر د اعلان په اساس د رایو ورکول به نن له سهار اتو بجو پیلیږی او تر شپږو بجو پورې به دوام لری چی البته دا وخت د کورنیو چارو د وزیر په حکم تمدیدلې شی .
د ایران ولس نن په انتخاباتو کې په خپل ولولناک او پراخ ګډون سره یو ځل بیا یوه بله حماسه راوپنځوی چی دا حماسه د ایران د اسلامی جمهوریت د نظام د دښمنانو د ناهیلۍ او د دوستانو د خوشحالۍ سبب کیږی