په نننیو انتخاباتو کې دولس پراخ ګډون دهیوا امنیت اوثبات نوره هم پیاوړی کوی
همداراز دایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی هم نن سهار وختی دخپلې رای په صندوق کې له اچولو وروسته دخبریالانوپه ټول کې وویل ، نن دایران ملت په صحنې کې او دخپل برخلیک دټاکنې لپاره یو موټی حاضر شوی ، او د ولس دغه پراخ اوپرتمین شتون په سیمې کې دایران داسلامی جمهوریت امنیت نوره هم زیاتوی .
همداراز دایران داسلامی جمهوریت داطلاعاتو وزیر سید محمود علوی هم دخپلې رائ په صندوق کې له اچولو وروسته دخبریالانو په ټول کې ووئیل ، ایران امنیتی ځواک به د دښمنانو هرډول دسیسې ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی . هغه همداراز وویل ، دایران دامنیتی ځواک هوښیاری او دهغوی هرډول اطلاعاتی مسلط کیدا لامل شوې هر هغه حرکت چې دانتخاباتو په شپو ورځو کې دهیواد امنیت او آرامښت ته تاوان رسوی ، وپیژنی او شنډ ئې کړی . محمود علوی وویل تراوسه پورې داسې کوم مورد چې داسلامی انقلاب ضد اوامنیت ضد بهیرونو له خوا دانتخاباتو په شپو ورځو کې دیران امنیت ته تاوان ورسوی نه دی لیدل شوی . هغه همداراز په انتخاباتو کې دولس ولولناک ګډون دهیواد لپاره امنیت راپنځونکی او ټینګونکی وباله .
داپه داسې حال کې دی چې دایران دخارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی هم نن په انتخاباتو کې له ګډون وروسته په خبری ناستې کې وویل ، دسیمې خاصو حالاتو او هغو بلواؤ ته په پام سره چې په نړۍ کې روان دی ، دایران د ولس په انتخاباتو کې په ولولناک او پرتمین شتون سره وښودله چې په هوښیارۍ او ځیرتیا سره او دهیواد دامنیت ،ثبات او پراختیا دساتنې لپاره له نورو اغیزمننې پرته درایو په صندقونو کې حاضر شوی دی . هغه زیاته کړې ، دایران ولس تل دتپلی جنګ دپړاؤ او له هغه د وروسته پړاؤنو په څیر په بیلابیلو وختونو کې په انتخاباتو کې په پراخ شتون سره هیواد خپلواکه ساتلی دی .
دایران داسلامی جمهوریت د ولسمشر ۍ د دولسم پړاؤ او دغه راز دښارونو اوکلو د اسلامی شوراګانو پنځم پړاؤ انتخابات نن سهار له اتو بجو په درست هیواد کې پیل شوی او تر ټاکلی وخت پورې به دوام ولری او که درایو په صندقونو کې دخلکو شتون زیات شو نو دغه نیټه تمدیدیدلی شی
دایران اسلامی جمهوریت دولسمشرۍ دانتخاباتو په دولسم پړاؤ کې سید ابراهیم ریسی سادات ، حسن روحانی ، مصطفی آقا میرسلیم او مصطفی هاشمی طباء څلور کاندیدان پخپلو کې سره سیالی کوی