صدا و سیما او د ولسمشریزو ټاکنو کاندیدانو حسن روحاني ته مبارکي وویله
د ایران د اسلامي جمهوریت د دولسم پړاو د ولسمشریزو انتخاباتو کاندیدانو او د راډیو او ټیلیویژن ادارې په جلاجلا پيغامونو کښې حسن روحاني ته یوځل بیا د ولسمشر جوړیدو مبارکي وویله.
د اسلامي ایران د ولسمشریزو ټولټاکنو د دولسم پړاو د وروستیو او فاینل نتایجو د اعلان له مخې چې پرون په ایران او د نړۍ په څه باندې سلو هیوادونو کښې ترسره شول، د دغو انتخاباتو کاندید حسن روحاني په څه باندې ۲۳ میلیون رایو په ترلاسه کولو سره په دویم ځل د ایران ولسمشر شو.
د پرونیو ولسمشریزو انتخاباتو دوو کاندیدانو سید مصطفی هاشمي طبا او سید مصطفی میرسلیم په خپلو پیغامونو کښې ولسمشر روحاني ته مبارکي ورکړه او په انتخاباتو کښې د ولس د پراخ ګډون مننه یې وکړه.
د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او ټيلیویژن ادارې (صدا و سیما) هم په یو پیغام کښې د ولسمشرۍ د ټاکنو په دولسم پړاو کښې د حسن روحاني د کامیابۍ مبارکي ویلې ده.