حسن روحاني ته د نړیوالو چارواکو لخوا د مبارکۍ پيغامونه راروان دي
د روسیې او آذربایجان جمهوریت ولسمشرانو، د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست لوړرتبه اوسنۍ او پخواني مسئول او د ایټالیا د سنا د بهرني سیاست د کمیشن مشر په جلاجلا پيغامونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر په توګه یوځل بیا د حسن روحاني د غوره کیدو مبارکي وویله.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین نن د ایران منتخب ولسمشر حسن روحاني ته په یو پیغام کښې د مۍ د ۱۹ نیټې په انتخاباتو کښې د هغه د بریالیتوب د مبارکۍ په ترڅ کښې ټینګار وکړ: ماسکو چمتو ده چې د روسیې او ایران د ملګرتیاو د پراختیا لپاره لازیاتې هلې ځلې وکړي.
د آذربایجان جمهوریت ولسمشر الهام علي اف هم د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني ته یوځل بیا د ولسمشر غوره کیدو د مبارکۍ په ویلو سره څرګنده کړه: باکو د آذربایجان جمهوریت او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمینځ اړیکو ته د ډیر اهمیت قائل دی او د دواړو هیوادونو د اړیکو موجوده وضعه چې د سټراټیجکې ملګرتیا کچې ته رسیدلې ده، د رضایت وړ ده.
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست لوړرتبه مسئولې فډریکا موګریني هم د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کښې د حسن روحاني د کامیابۍ مبارکي وویله او زیاته یې کړه: دا اتحادیه د ایټمي موافقې په چوکاټ کښې له ایران سره د تعامل دوام ته چمتو ده.
د اروپايي اتحادیې د خارجه سیاست پخواني مسئول خاویر سولانا او د ایټالیا د سینیټ د بهرني سیاست د کمیشن مشر هم حسن روحاني ته د دویم پړاو لپاره په ولسمشرۍ د ګمارل کیدو مبارکي ورکړه.