د انتخاباتو اصلي ګټونکي د ایران خلک دي
د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دولسم پړاو کښې د ایران د خلکو منتخب، د مۍ د نولسمې نیټې د انتخاباتو اصلي ګټونکي، د ایران خلک وبلل.
حسن روحاني چې په ټولټاکنو کښې په بریالیتوب سره یوځل بیا د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر شو، نن په ټیلیویژني وینا کښې وویل: د رایې ورکونې په مرکزونو کښې د ایران د خلکو تاریخي شتون، له دې ورتیر چې په دې سیالۍ کښې یې کوم کاندید ته رایې ورکړې، نړۍ حیرانه کړه او په ما باندې د ایران د ولس یوځل بیا اعتماد سبب شو چې پر خپلو اوږدو یو دروند بار او مسئولیت احساس کړم.
منتخب ولسمشر همداشان د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په مننې سره څرګنده کړه: سلام او درود دې وي د اسلامي انقلاب پر ځیرک او پوه مشر باندې چې په حکیمانه توګه یې د انتخاباتو طوفاني څپې د ارامښت ساحل ته لارښوونه کړې او د انتخاباتي سیالیو ولوله او هیجان یې بلآخره د ولس د عزت، خپلواکۍ او اقتدار د صندوقونو په لاره سم کړ.
ولسمشر روحاني هیله وښودله چې د ایران د خلکو د غوښتنو د استازیتوب لپاره یو غوره وکیل ووسي. هغه په دې خبرې سره چې ایران له بل هر وخته په لا سرلوړې توګه د خپلو ملي ګټو او متقابل احترام په اسا له نړۍ سره د خپلو اړیکو پراخولو ته چمتو دی، څرګنده کړه: د ایران انتخاباتو ګاونډیانو او سیمې ته وښودله چې په دې سیمه کښې د امنیت د تامینولو لاره پر بهرنیو قدرتونو ملا تړل نه دي بلکې د ډیموکراسي او ولسواکۍ پیاوړتیا او د خلکو د رایو احترام دی.