په انتخاباتو کښې د خلکو پراخ ګډون دښمنان نهیلې کړل
(last modified Wed, 31 May 2017 01:26:16 GMT )
May 31, 2017 05:56 Asia/Kabul
  • په انتخاباتو کښې د خلکو پراخ ګډون دښمنان نهیلې کړل

د ایران په وروستیو ولسمشریزو او د کلو او ښارونو د شوراګانو په انتخاباتو کښې څه باندې اویا فیصده خلکو ګډون وکړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې سره چې په وروستیو انتخاباتو کښې د ایرانیانو پرتمین شتون له اسلامي نظام سره د ایران د ولس د مینې نښه ده، څرګنده کړه: دا پراخ ګډون د انقلاب د مئینانو د خوشالۍ او د دښمنانو د نهیلۍ سبب شو.

ولسمشر حسن روحاني پرون مازیګر د ایران د کلتوري انقلاب د عالي شورا په غونډه کښې زیاته کړه: د ایران ستر ولس د انقلاب د معظم رهبر غږ ته په لبیک ویلو او د رایه ورکونې په مرکزونو کښې په خپل پياوړي شتون سره د سیمې ځینو هغو هیوادونو ته ډیر ښه ځواب ورکړ چې په نمایشي اقداماتو سره د ایران او اسلامي انقلاب د کمزوري کولو په لټه کښې وو.

د ایران د کلتوري انقلاب د عالي شورا مشر دې ټکي ته په اشارې سره چې د ایران خلکو خپل لوړ سیاسي لید او پوهه بدغوښتونکو ته وښودله، وویل: له لانجو او بې ثباتۍ د یوې ډکې سیمې په مینځ کښې د زوږناکو انتخاباتو او د سالمې او د ډیر لوړ امنیت او ارامښت لرونکې سیالۍ ترسره کیدل د ایران د اسلامي جمهوریت یو ستر ویاړ دی.

ولسمشر روحاني څرګنده کړه چې د سیالیو له پاې ته رسیدو وروسته ټول باید د یوبل ترڅنګ د فقر د بیخي ختمونې او تولید او اشتغال په شان ګډو او سترو هدفونو لپاره هلې ځلې وکړو.

یاده دې وي چې د ایران په وروستیو ولسمشریزو او د کلو او ښارونو د شوراګانو په انتخاباتو کښې څه باندې اویا فیصده خلکو ګډون وکړ.

 

ټیګونه