معظم رهبر د ملت د رایو په تنفیذ سره ډاکټر روحانی د ایران په ولسمشرۍ منصوب کړ
(last modified Thu, 03 Aug 2017 07:31:49 GMT )
Aug 03, 2017 12:01 Asia/Kabul
  • معظم رهبر د ملت د رایو په تنفیذ سره ډاکټر روحانی د ایران په ولسمشرۍ منصوب کړ

د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د حکم د تنفیذ مراسم نن سهار د تهران په امام خمینی (رح) نومې امامباړه کښې جوړ شول او د اسلامی انقلاب معظم رهبر د ملت د رایو په تنفیذ سره ډاکټر حسن روحانی د ایران د اسلامی جمهوریت په ولسمشرۍ منصوب کړ.

د معظم رهبر د دفتر د اطلاع رسونې د سائیټ د رپوټ له مخې حضر آیت الله العظمی خامنه ای په دغه حکم کښې له زوږه ډک انتخابات او د منتخب شخصیت زیاتې رائې د نظام د جمهوریت د محکم والی نښه وبلله او د مقاومتی اقتصادو د پروګرام په اجرا یې تاکید وکړ.

حضرت آیت الله العظم خامنه ای د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ته سپارښتنه وکړه چې د عدل ، ا نصاف، د مستضعفو بې وزلو ملګرتیا، د سوچه اسلام د احکامو جاری کولو، د ملی وحدت او عزت مضبوطولو، د هېواد سترو توانمنیو ته پاملرنې  او د اسلامی انقلاب د ارزښتونو او اصولو نمانځنې ته دې د همت ملا وتړی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر هم په دغو مراسمو کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دولسم پړاو د چلند په اړه یو رپوټ وړاندې کړ.

 

 

ټیګونه