امریکا د ایران په څنګ ته کولو کښې ناکامه شوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i53664-امریکا_د_ایران_په_څنګ_ته_کولو_کښې_ناکامه_شوی
دایران د بهرنیو چارو د وزارت د اسیا او د اوقیانوسیې د چارو مرستیال ابراهیم رحیم پور له دوهم(۲) ټیلی ویژن سره په مرکه کښې د ولسمشر د لوړې مراسم دایران داسلامی جمهوریت د اقتدار او دتهران په څنګ ته کولو کښې د امریکا د ماتی نښه وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 08, 2017 07:13 Asia/Kabul
  • تهران ته دبهرنیو هیوادونو د چارواکو سفرونه  سعودي عربستان ، صهیونیسټ رژیم او دسیمې ترهګرو ته کلک ځواب وو .
    تهران ته دبهرنیو هیوادونو د چارواکو سفرونه سعودي عربستان ، صهیونیسټ رژیم او دسیمې ترهګرو ته کلک ځواب وو .

دایران د بهرنیو چارو د وزارت د اسیا او د اوقیانوسیې د چارو مرستیال ابراهیم رحیم پور له دوهم(۲) ټیلی ویژن سره په مرکه کښې د ولسمشر د لوړې مراسم دایران داسلامی جمهوریت د اقتدار او دتهران په څنګ ته کولو کښې د امریکا د ماتی نښه وبلله .

هغه دایران د ولسمشر حسن روحانی د لوړې په دستورو کښې د څه دپاسه سلو(۱۰۰) خارجی پلاویو ګډون ته په اشارې سره وویل دغو مراسمو وښودله چې امریکا څنګ ته شوی ده ځکه چې ونه توانیدله دایران په څنګ ته کولو کښې هیوادونه له ځان سره ملګری کړی .

دایران دباندنیو چارو دوزیر مرستیال ابراهیم رحیم پور په دې خبرې سره چې دښمانانو په اسلامی شورا دداعش ترهګرې ډلې له حملې وروسته کوشش وکړ ایران ناامنه وښی خو په تهران کښې د ولسمشر دلوړې په دستورو کښې د څه دپاسه سلو(۱۰۰) هیوادونو دپلاویو او استازیو په ګډون سره دهغوې دسیسه شنډه شوه وویل دنړۍ دهیوادونو چارواکی ناامنه هیوادونو ته سفرونه  نه کوی او تهران ته دبهرنیو هیوادونو د چارواکو سفرونه  سعودی عربستان ، صهیونیسټ رژیم او دسیمې ترهګرو ته کلک ځواب وو .