د پوټین او روحانی سلامشورې؛ د سیمه ایزو مشکلاتو د هواری په لار کښې په ملګرتیا تاکید
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی د ګل په ورځ یعنې د اګست په څوارلسمه نېټه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوټین سره په ټیلفونی خبرو اترو کښې د یمن، عراق او سوریې په شمول په زیاترو هېوادونو کښې د ګډو سیمه ایزو حالاتو د هواری لپاره د ایران او روسیې د سلا مشورو او غږملتیاو زیاتول ضروری وبلل.
د ایران او روسیې پراخه تعلقات د ایران او پینځه جمع یو ډلې له اېټمی خبرو اترو چې د برجام سبب شوې واخلې د سوریې د بحران د هواری لپاره د آستانې تر غونډو او سټراټیجکو موافقو پورې ښودنه کوی چې د دواړو هېوادونو تعلقات د سټراټیجکو ملګرتیاو په لاره کښې راغلی دی. دغه ملګرتیاوې د لا زیاتې ودې لپاره متواترو غږملتیاو ته ضرورت لری. اوس چې په ایران کښې د ولسمشرۍ نوے دور شروع شوے دے دغه سلامشورې په ټولو ډګرونو کښې د تعلقاتو په مضبوطیه باندې د تهران او ماسکو د دوو اړخیزو ګروهنو په څرګندولو او غږملتیاو باندې د بیا تاکید کولو په څېر دی. په دې لړ کښې دوه مهم مقاصد د ایران او روسیې په ګډا اېجنډا کښې شتون لری.
وړومبے مقصد د ترهه ګرۍ په خلاف د فوځی اقداماتو دوام دے چې همدا اوس په سوریې او عراق کښې د ترهه ګرو تر تسلط لاندې سیمو په ازادولو سره یې خپل اثرات ښودلی دی.
دویم مقصد،د ډله ایزې قرارۍ او امنیت د تقویت او په سیمه کښې د امریکې له تخریبی مداخلتونو سره د مقابلې لپاره د دواړو هېوادونو له سیاسی او اقتصادی ظرفیتونو څخه په استفادې سره د دوو اړخیزو سیمه ایزو او نړیوالو ملګرتیاو زیاتول دی.
ایران او روسیې په سیمه ایزو تعلقاتو کښې ښودلې ده چې د دوو اړخیزو تعلقاتو په زیاتولو سره یې کړې شوی دی له ګډو ګواښونو او د امریکې لخوا په سیمه کښې د قرارۍ له ګډوډونکو اقداماتو سره د مقابلې په زمینه کښې د سیاسی نظریاتو د ځینو فرقونو باوجود موثره غږملتیا ولری.
د ګډو ګټو لرونکو هېوادونو د انسټی ټیوټ مرستیال ولادیمیر یفسی یوف د روان میلادی کال د مۍ په یودېرشمه نېټه له اېرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې تاکید وکړ چې په مختلفو ډګرونو کښې د تهران او ماسکو ترمېنځ د تعلقاتو پائېداره پراختیا د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته ځواب دے.
د ولادیمیر یفسی یوف له نظره د ماسکو او تهران تعلقات له محتاطانه حالت څخه خوزنده حالت ته رسېدلی دی او سټراټیجکې ملګرتیاوې ټینګې شوې دی. هغه باوری دے چې دغه تعلقات د ډاکټر روحانی د ولسمشرۍ په دویمه دوره کښې هم په مختلفو ډګرونو کښې د تهران او ماسکو تعلقات له مخکې نه له زیاتې پراختیا سره مرسته کولې شی.
د ایران او روسیې د تعلقاتو د پس منظر په شننه کښې په مجموعی توګه ویلې شوو چې ایران او روسیه هغو مختلفو ظرفیتونو او فرصتونو ته په پام سره چې یې لری خپلې ملګرتیاوې له اقتصادی موضوعاتو نه علاوه په مرکزی اېشیا کښې په امنیتی ډګرونو ، د کېسپیئن سمندر په مسائلو او د مېنځنی ختیځ په مېدانی بدلونونو کښې هم پراخولې شی. په اوسنیو حساسو حالاتو کښې د تعلقاتو تقویت او د ملګرتیاو زیاتول له مشکلاتو څخه له تېرېدو او د ترهه ګرۍ او تندلاریتوب په شان ګډو ګواښونو سره له مقابلې سره مرسته کولې شی. دا یوه داسې موضوع ده چې د ایران او روسیې د ولسمشرانو په ټیلفونی خبرو اترو کښې پرې تاکید وشو.
--------