روحانی: داعش او د ترهه ګرو ملاتړی په نوی دور کښې د تحجر او نفاق څرګندې نمونې دی
(last modified Thu, 17 Aug 2017 23:55:44 GMT )
Aug 18, 2017 04:25 Asia/Kabul
  • روحانی: داعش او د ترهه ګرو ملاتړی په نوی دور کښې د تحجر او نفاق څرګندې نمونې دی

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د دې په بیانولو سره چې داعش او د ترهه ګرو ملاتړی په نوی دور کښې د تحجر او نفاق څرګندې نمونې دی وویل: ترهه ګر یوازې په ژبه باندې د ایمان ادعا کوی.

ډاکټر حسن روحانی بېګا په تهران کښې د مقدسې دفاع د یو جانباز په کتنه کښې وویل: که تکفیری ترهه ګر په عراق او سوریې کښې واکمن شوی وې نو د اسلام حېثیت او عزت په اړه به څه څیز باقی نه ؤ پاتے.

روحانی همدارنګ د خداے د ګران رسول (ص) د پاکو اهلبېتو علیهم السلام د حرم د مدافعانو مېړانو او سرښیدنو ته په اشارې سره تاکید وکړ: که د حرم د مدافعانو قربانۍ نه وې نو نه یوازې عراق او سوریه بلکه ټوله سیمه به د تکفیری ترهه ګرۍ له لاسه زیانمنه شوې وه.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر زیاته کړه: د اسلامی نړۍ په اوسنیو حالاتوکښې یوازې په قربانۍ او سرښیدنې سره مسلمانانو ته نجات ورکېدې شی.

 

 

ټیګونه