ایران د تهران-ټوکیو د اړیکو د پراختیا هرکلی کوي
(last modified Wed, 06 Sep 2017 14:46:19 GMT )
Sep 06, 2017 19:16 Asia/Kabul
  • ایران د تهران-ټوکیو د اړیکو د پراختیا هرکلی کوي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د جاپان د وزیراعظم د لیکلي پيغام د ترلاسه کولو په وخت وویل: ایران د تهران-ټوکیو د هراړخیزو اړیکو او ملګرتیاو د پراختیا هرکلی کوي.

ولسمشر حسن روحاني نن په تهران کښې د جاپان د وزیراعظم د ځانګړي استازي ماساهیکو کومورا په کتنه کښې د تهران او ټوکیو د هراړخیزو اړیکو او ملګرتیاو د پراختیا په هرکلي سره څرګنده کړه: نن سبا د دوه اړخیزو ملګرتیاو د پراختیا او پانګونې لپاره ډیرې زمینې شته دي او جاپاني شرکتونه او پرائیویټ سیکټر د ایران په بیلابیلو برخو کښې شتون لرلی او فعالیت کولی شي.

ولسمشر روحاني د ګډ اقدام جامع پروګرام (برجام) یوه مهمه نړیواله موافقه وبلله او زیاته یې کړه: ایران د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د رپورټونو له مخې تل پرخپلو ژمنو پابند پاتې شوی  خو د امریکې حکومت پرخپلو ژمنو له عمل نه کولو سربیره د یولړ قوانینو او مقرراتو په تصویبولو سره د نړیوالې ملګرتیا فضا خرابوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر همداشان ټینګار وکړ چې تهران به هیڅکله د ایټمي موافقې د خلاف ورزۍ پیلونکی نه وي خو پر ژمنو د مقابل لوري د پابندۍ نه کولو او د هغو د خلاف ورزۍ په وړاندې به ضروري غبرګون وښئي.

روحاني همداشان د عراق، سوریې او یمن په شان د سیمې د ځینو هیوادونو له خلکو سره د مرستې ضرورت ته په اشارې سره چې له نښتو او ترهګرۍ سره مخ دي، څرګنده کړه: ایران د دغو هیوادونو خلکو ته د جاپان د انساندوستانه مرستو د منتقلولو په لړ کښې ملګرتیا ته چمتو دی.

په دغه کتنه کښې د جاپان د وزیراعظم ځانګړي استازي ماساهیکو کومورا هم ولسمشر روحاني ته د هغه د کتبي پيغام په وړاندې کولو سره چې پکښې د ټوکیو او تهران د اړیکو او ملګرتیاو په لازیاتې پراختیا ټینګار شوی دی، وویل: ایران تل د سیمې د سولې او امنیت په لړ کښې رغنده رول لوبولی او ټول مذاکره کونکي هیوادونه باید په برجام کښې پرخپلو ژمنو پابند ووسي.

 

 

 

ټیګونه