د خپل وطن او ولس د دفاع لپاره له چا اجازه نه غواړو
د ایران ولسمشر وویل: دا کوم کسان چې په بده او ناسمه لهجه د ایران له خلکو سره خبرې کوي هغه څوک دي چې یو وخت یې ترهګرې ډلې جوړې کړې او په مختلفو هیوادونو کښې یې پرې بیګناه خلک ووژل.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې سره چې د ایران ولس تل په سیمه او نړۍ کښې د سولې او امنیت په تکل کښې پاتې شوی او د نړۍ د مظلومانو دفاع یې کړې ده، وویل: د خپل ولس او ټاټوبي د دفاع لپاره به له چا اجازه وانه خلو او هیڅ قدرت نه شي کولی چې ایران له مقاومت له لارې منعه کړي.
حسن روحاني نن په تهران کښې د مقدسې دفاع د اونۍ د پیلیدو په مناسبت د وسله والو ځواکونو د پریډ په مراسمو کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران وسله وال ځواکونه او دفاعي قدرت تل د عزت او سولې د ټینګښت لپاره دی،څرګنده کړه: ایران خپل پوځي قدرت هیڅکله په بل کوم هیواد باندې د تیري لپاره نه دی چمتو کړی بلکې تل یې دا قدرت د تیري ګرو په وړاندې د خپلې دفاع لپاره تیار کړی دی.
ولسمشر زیاته کړه: دا کوم کسان چې په بده او ناسمه لهجه د ایران له خلکو سره خبرې کوي هغه څوک دي چې یو وخت یې ترهګرې ډلې جوړې کړې او ورته یې پیسې، وسلې او روزنه ورکړه او دغو ترهګرو په افغانستان، عراق، سوریې او لبنان کښې بیګناه خلک ووژل.
د اسلامي ایران ولسمشر ټینګار وکړ: د هغو ټولو په وړاندې چې هره ورځ د سیمې او د ټولې دنیا د خلکو لپاره ستونزې جوړوي او ویاړ یې د خلکو د آزادۍ او سوکالتیا د ختمولو لپاره د ورانونکو وسلو خرڅون دی او څوک چې د هغه خونړي صهیونیسټي رژیم ملاتړ کوي چې له تیرو اویا کلونو راهیسې یې د یوې سرطانې غدې په توګه د سیمې ولسونه ځورولي او تیری يې پرې کړی دی، یوازنی ولس چې تل یې د مظلومانو دفاع کړې ده، د ایران ولس دی.
ولسمشر روحاني همداشان زورویونکو قدرتونو ته په خطاب کښې وویل: که مو خوښه وي او که نه خو مونږ به د یمن، سوریې او فلسطین د مظلومو خلکو دفاع کوو او که پرې خوشالیږئ او که خفه کیږئ خو مونږ به خپل دفاعي او پوځي قدرت او حتی توغندي به دومره پیاوړي کړو څومره چې یې د خپلې دفاع لپاره ضروري ګڼو.