ایت الله مصطفی خمیني یو ستر حوزوي، علمي او انقلابي شخصیت و
(last modified Mon, 23 Oct 2017 08:07:39 GMT )
Oct 23, 2017 12:37 Asia/Kabul
  • ایت الله مصطفی خمیني یو ستر حوزوي، علمي او انقلابي شخصیت و

ولسمشر حسن روحاني وویل: ایران او اسلام نن سبا په لوړ موقعیت کښې دي او استکبار په سیمه کښې هیڅ کله له نن ورځې زیات ذلیله نه و.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ارواښاد آیت ا... حاج سید مصطفی خمیني یو ستر حوزوي، علمي او انقلابي شخصیت، د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر امام خمیني(رح) امین سلاکار او د اسلامي غورځنګ په کامیابیدو کښې د ټولو انقلابیانو هیله وباله.

ولسمشر حسن روحاني نن د آیت ا... سید مصطفی خمیني(رح) د شهادت د کلیزې په مراسمو کښې په دې خبرې سره چې د هغوي شخصیت له مختلفو اړخونو څیړلی شو، وویل: د ۱۹۷۷ کال د اکتوبر په ۲۳ نیټه د آیت ا... سید مصطفی خمیني د شهادت خبر د ایران ټولنه ولړزوله او د خلکو د ارادې او هیجان د رامینځته کیدو سبب شو.

ولسمشر همداشان په دې خبرې سره چې استکبار لاهم موجود دی او د دښمن دسیسې روانې دي، څرګنده کړه: ایران او اسلام نن سبا په لوړ موقعیت کښې دي او استکبار په سیمه کښې هیڅ کله له نن ورځې زیات ذلیله نه و.

حسن روحاني د ایران د دفاعي وسلو په هکله د ځینو بهرنیو چارواکو څرګندونو ته په اشارې سره ټیګار وکړ چې د ایران وسلې د نړۍ د نورو ټولو هیوادونو د وسلو په شان دي او د ایران پوځي قدرت باید د ګواښونو په وړاندې دفاعي وي څو د ضرورت په وخت د ایران ساتنه او دفاع وکړی شي.

هغه د ایراني ولس خلاف د دښمن د ظالمانه بندیزونو لګیدو ته په اشارې سره هم وویل: بندیز د ایران په ولس ظلم او یو غلط او غیرعالمانه کار دی خو د ایران ټولو خلکو د ستونزو او بندیزونو په وړاندې په دریدو سره مقاومت وکړ.

ولسمشر روحاني همداشان په ایټمي برخه کښې د نړۍ له سترو قدرتونو سره د ایران د مذاکرې په هکله څرګنده کړه: ایران په ایټمي مسئله کښې د خپل حق د بیرته اخیستو، د دښمن د تهمتونو د ناروا ثابتولو او د بندیزونو د ختمولو په شان مهمو او اساسي شیانو ته ورسید او دښمنان په دې خفه دي.

 

ټیګونه