د ایران امنیت د حکومت د اعتدالي سیاست احسانمن دی
(last modified Mon, 06 Nov 2017 02:54:43 GMT )
Nov 06, 2017 07:24 Asia/Kabul
  • د ایران امنیت د حکومت د اعتدالي سیاست احسانمن دی

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د ایران امنیت د حکومت د اعتدالي سیاست، د مذهبونو ترمینځ د عدالت او برابرۍ د ساتنې لپاره د کوشش او د نظام په سیاستونو باندې د قومونو او مذهبونو د اعتماد او هیلې د زیاتولو احسانمن دی.

ولسمشر حسن روحاني بیګا د خپلې کابینې په غونډه کښې د سیستان او بلوچستان او چهار مهال و بختیاري ولایتونو لپاره د والیانو له ټاکلو وروسته څرګنده کړه: د ایران د سویل ختیځ سیستان او بلوچستان ولایت سرحدي او جغرافیايي موقعیت آزادو سمندرونو ته د لاسرسۍ او د آسیا، اروپا او افریقا ترمینځ د ټرانزټ د پراختیا د امکان له نظره دا ولایت ځانګړی اهمیت لري.

ولسمشر سیستان او بلوچستان ولایت له سټراټیجک نظره هم مهم وباله او زیاته یې کړه: د دې ولایت پراختیا ډیر زیات اهمیت لري.

ټیګونه