پر داعش برلاسی د ایران او سیمې د خلکو لپاره ډیر د خوشالۍ خبر دی
(last modified Tue, 21 Nov 2017 09:37:48 GMT )
Nov 21, 2017 14:07 Asia/Kabul
  • پر داعش برلاسی د ایران او سیمې د خلکو لپاره ډیر د خوشالۍ خبر دی

د اسلامي ایران ولسمشر په سوریه کښې د داعش د ترهګرې ډلې د مونډ وتل د ایران او سیمې د خلکو لپاره یو ښه خبر وباله.

ولسمشر حسن روحاني نن په تهران کښې یوه غونډه کښې د اسلامي انقلاب معظم رهبر، د ایران پوځ، سپاه پاسداران په تیره بیا سردار قاسم سلیماني او ایراني سفارتکارانو ته د داعش د ماتې مبارکي ورکړه او څرګنده یې کړه: داعش هغه ترهګره ډله ده چې د نړۍ د سترو قدرتونو او حتی د سیمې د مرتجع هیوادونو لخوا جوړه شوې او په وسلو سنبال شوې ده.

هغه زیاته کړه چې سبا د ایران، ترکیې او روسیې ولسمشران د سوریې او سیمې د راتلونکي په هکله یوه درې اړخیزه غونډه کښې سره کښیني او سلامشوره کوي.

هغه همداشان د عرب اتحادیې له اقداماتو د خواشینۍ په ښودلو سره څرګنده کړه: د عرب اتحادیې په نوم د یولړ زړو، وروستو، بې دمه او بې اثره تشکیلاتو په نوم تشکیلاتو خارجه وزیران سره راغونډیږي او په دې فکر کښې دي چې ولې د یمن خلک پس له دوو کالو حملو او تیریو وروسته توانیدلي چې دې اقداماتو ته ځواب ورکړي او خواشیني څرګندوي او د یمن د خلکو لخوا په ریاض باندې له لګیدلي توغندي خوابدي دي.

د ایران ولسمشر دا پوښتنه مطرح کړه چې آیا د عراق، سوریې او یمن خلک له عرب نړۍ څخه نه دي؟

 

ټیګونه